نقوي: د خېبر پښتونخوا حکومت د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د پرې کولو هوکړه کړې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې د خېبر پښتونخوا حکومت موافقه کړې وه چې په ۷۲ ساعتونو کې به یو لیکلی تړون لاسلیک او یو تطبیقي پلان به وړاندې کړي.

نقوي د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۴مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د دغې مواقفې جزئیات خپاره کړي دي.

د متن له مخې، د خېبرپښتونخوا حکومت ژمنه کړې چې د پاکستاني طالبانو او د افغانستان د طالبانو "قاطع غندنه" کوي او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره "هېڅ اړیکې" نه ساتي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر لیکلي چې د خېبرپښتونخوا حکومت دا ژمنه هم کړې چې" د بېرته ستنېدو او په خېبر پښتونخوا کې د افغان کمپونو د له منځه وړلو" په ګډون د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د ملي تګلارې ملاتړ کوي.

په ژمنو کې راغلي چې د خېبر پښتونخوا حکومت به په خپلو اړوندو ساحاتو کې "د ترهګرو د ازادو فعالیتونو یا د خوندي پناه ځایونو" مخنیوی کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاتوي چې د امنیت مسله باید سیاسي رنګ ونه نیسي ځکه چې دده په ټکو خېبر پښتونخوا په "جګړه" کې ده.

د پاکستان مرکزی حکومت په داسې حال کې د خېبر پښتونخوا له حکومت سره د یوې احتمالې هوکړې خبر ورکوي چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو خپل پراخ لاریون پیل کړی دی.

د لاریون تنظمیونکي وايي لاریون د پلان سره سم د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل شوی او تر هغه وخته به دوام ومومي چې "د اساسي قانون برلاسي" تضمین او "د قانون حاکمیت" رامنځته شي.

د خېبر پښتونخوا اعلي وزیر سهیل افریدی د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر نه مخکې یو متن خپور کړی او لیکلي چې ده خپل وړاندیزونه د پاکستان د حکومت مذاکراتي ډلې ته سپارلي دي.

د افريدي په طرحه کې د طالبانو له حکومت سره د اړيکو پرې کولو، د افغان کډوالو د شړلو او يا د افغان او پاکستاني طالبانو د غندلو يادونه یادونه نه ده شوې.

افریدي په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ مسلې ته په اشارې لیکلي: "د روانې ترهګرۍ د له منځه وړلو، د خلکو د ژوند او ملکیتونو د ساتنې او د دایمي او پایښت لرونکي سولې د ټینګښت لپاره، د فدرالي او ولایتي حکومتونو ترمنځ اغېزمن، پرله پسې او بامعنی مشورې."

افریدی وايي چې ترهګري پر خېبر پښتونخوا "تپل" شوې او ددې ولایت له اوسېدونکو سره "د دویمې درجې اتباعو" په څېر چلند کېږي.

د خېبر پښتونخوا د حکومت په وړاندیزونو کې تر ډېره حده په پاکستان کې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د غونډو په جوړولو او د ګډې موافقې په ترلاسه کولو ټینګار شوی دی.

چارواکو د پاکستان له مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان او د هغې د مېرمنې بي بي بشرا لپاره په زندان کې له "تبعیض پرته" ټول حقوق ورکړل شي.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال راپدې خوا د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی.