د زرداري ویاند: طالبانو ژمنې ماتې کړې او د ځپلو له لارې مشروعیت نه ترلاسه کېږي

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي د طالبانو پر حکومت د "ژمنې ماتولو" تور لګولی او ویلي چې طالبان نشي کولی په افغانستان کې د "ځپلو" له لارې مشروعیت ترلاسه کړي.

د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت، د پاکستان د حکومت دغه ویاند د شنبې په ورځ [اګست ۱۵] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "هیڅ رژیم نشي کولی په کور دننه د ځپلو او خپلو ګاونډیانو ته د ګواښونو له لارې تلپاتې مشروعیت ترلاسه کړي. د افغانستان خلک د زده کړې، عزت، سولې او له ترهګرۍ څخه د پاک راتلونکي وړ دي."

د پاکستان د ولسمشر ویاند همدارنګه وویل چې طالبانو د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو او د "نجونو او ښځو پر وړاندې د ښځو ضد سیاستونو" د نه تکرار په اړه خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړي.

سولنګی یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت تور لګولی چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي، د اسلام اباد پر وړاندې له هند سره همکاري کوي او په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې "جنایتونه کوي".

سولنګي د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د القاعده شبکې په شمول د ترهګرو ډلو شتون او فعالیتونه په ګوته کوي.

له بلې خوا، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکاغږ د افغانستان څانګې سره په ځانګړو خبرو کې کې ویلي چې "طالبان د خپلو کړنو له لارې دا روښانه کړې چې دوی په سیمه کې د سولې او ثبات په ساتلو کې د رغنده رول لوبولو ته لېواله نه دي."

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "د متحده ایالتونو او نړۍ په ګټه کې ده چې داسې یوه افغانستان وویني چې بیا هېڅکله ترهګر ته پناه ورنکړي، خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او ددې په ځای چې ورانونکی وي، د سیمه ییز ثبات لپاره خالصه ونډه واخلي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د ولسمشر د ویاند څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی خو ویاند يي ذبیح الله مجاهد په تازه یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي چې دا ډله به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر وړاندې کار واخیستل شي.

په همدې مرکه کې مجاهد په افغانستان کې د القاعدې غړو او نورو ترهګرو ډلو شتون هم رد کړی دی.