پاریس ته نږدې ډزو کې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي

د فرانسې پلازمینې پاریس ته څیرمه د یوه موټر له منځه د یو وسله وال کس په ډزو کې یو تن ووژل شو او د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون څلور کسان ټپیان شول.

د فرانسې امنیتي چارواکو ویلي دي چې شکمن کس نیول شوی او د ترهګرۍ سره د مبارزې لویې څارنوالۍ په دې اړه څیړنې پیل کړي دي.

د راپورونو پر اساس، دا پیښه د جمعې په ورځ (اکټوبر ۲۳) د پاریس په لودیځ کې شوې ده. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د یوه کس په وژلو د خپګان په ښودلو په خپله ایکس پاڼه په عاجل ډول د شکمن کس د نیولو په اړه د خپلو امنیتي ځواکونو ستاینه کړېده.

مکرون همدارنګه اعلان کړی دی چې د یاد هیواد د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ملي څارنوالۍ ددې دوسیې د څیړلو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

یاد بنسټ اعلان کړی دی چې د برید د انګیزې په اړه څیړنې رواني دي او څیړنه کیږي چې آیا دا ډزې تروریستي دلیل لري او یا هم توکمیز او مذهبي کرکې له امله شوی دی.

د پاریس په لودیځ کې د تراپ ښاروال علي رابح بي اف ام ټلویزیونې شبکې ته ویلي دي چې بریدګر د موټر له داخل څخه ظاهرا په تصادفي ډول په خلکو ډزې کولې او داسې ښکاریده چې د ډیرو کسانو د وژلو نیت یې درلود.

بي اف ام شبکې راپور ورکړی چې په پېښه کې ټپي شوې ۱۲ کلنه نجلۍ اته ځله په ډزو ویشتل شوې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې فرانسه د تېرې شنبې په ورځ په ټول هیواد کې د لاریونونو او تاوتریخوالو وروسته له سیاسي او ټولنیزو کړکېچونو سره مخ ده، او په دې اونۍ کې د نویو ناارامیو د احتمال په اړه اندېښنې هم شته.

په فرانسه کې یو شمېر سخت دريځو ښي اړخو ګوندونو د تېرې اونۍ د تاوتریخوالو دلیل مهاجرت بللی دی.