پولیس وايي پیښه تیره شپه ناوخته د پاریس په مرکزي برخه کې شویده. پولیسو برید کوونکي نیولی او وایي داسې نه معلومیږي چې داپیښه به ترویستي وي. پولیس وايي برید کوونکي د افغانستان دی.
عینی شاهدانو ویلي دي برید کوونکي ناڅاپه د سیلانیانو په یوې ډلې چې لوبه یې کوله، برید وکړ. وروسته بیا خلکو برید کوونکي په کوتکو وواهه او هغه په ځمکه ولویده.
پولیس وایي د پیښې په هکله تحقیقات کوي او تر اوسه نده معلومه چې دغه افغان ولې خلک په چاقو ووهل. د پولیسو یو چارواکي ویلي داسې نه معلومیږي چې دا برید او په فرانسې کې د نورو سخت دریزه مسلمانانو بریدونه دې څه ورته والی ولري.
د محکمې یوه چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوه ژوبل شوي سیلانیان د برتانیې اتباع دي. دغې سرچینې ویلي دي چې په ټپي شويو کسانو کې څلور یې ښه کاري ژوبل شوي او په روغتون کې یې علاج کیږي.
په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا چېاسلامي سخت دریزه ډلو ځانمرګي بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۱۲۹ کسان یې ووژل، څو ځله بریدونه وشول. د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې وه چې دا برید هغوي کړی.