جلالي:‌ د سولې د خبرو ادامه د پاکستان په تعهداتو اړه لري

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د ملي‌ دفاع د پوهنتون استاد ډاکټر علي احمد جلالي

علي احمد جلالي وايي چې په دې کې شک نه شته چې ملاعمر د طالبانو په یو موټي ساتلو کې مهم نقش درلود خو د مذاکراتو ادامه په دې اړه لري چې پاکستان د سولې خبرو ته څومره متعهد دی.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني‌ وزیر او په امریکا کې د ملي‌ دفاع د پوهنتون استاد ډاکټر جلالي زیاته کړه چې د ملا عمر د مړینې د خبر خپریدل به د طالبانو ترمنځ اختلافات پیدا کړي.
د ښاغلي‌ جلالي‌ سره د امریکا غږ مرکه دلته اوریدلی شئ:‌

Your browser doesn’t support HTML5

Interview with Jalali