د نړۍ مشران د اقلیم د بدلون موافقه لاسلیک کوي

جان کېري د اقلیم د بدلون سره د مبارزې د موافقې د لاسلیکولو په وخت کې خپله لمسۍ په غیږ کې نیولې ده.

په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د نړۍ مشران یو تاریخي ګام اخلي او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې موافقه لاسلیکوي.

د فرانسې جمهوررئیس لومړی مشر و چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې موافقه یې لاسلیک کړه.

تمه ده چې د نړۍ د ۱۳۰ هیوادونو مشران په نیویارک کې راټول شوي دي چې د اقلیم د بدلون سره شوې موافقه لاسلیک کړي. په دغو مشرانو کې تر ۶۰ نه د ډیرو هیوادونو ولسمشران او صدراعظمان شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د موافقې د لاسلیکولو نه مخکې وویل چې دا یوه دیره قوي موافقه ده.

په موافقې د دیسمبر په میاشت کې په پاریس کې سلا وشوه. د موافقې هدف د اقلیم د بدلون د اثراتو کمول او د هغو زیانونو مخنوی دی چې د نړۍ اقلیم ته متوجه دي.

د فبروري په میاشت کې د وینسټن په نامه لوی طوفان، د ټاپوګانو نه جوړ هیواد، فيجي وځپه. طوفان ۴۴ کسان مړه کړل او تر یو میلیارد ډالرو یې ډیر تاوان ورساوه.

د فيجي صدراعظم جوسي ایا بایني ماراما وايي چې «د وینسټن په څیر د پیښو تکرار او شدت په ډیریدو دی. . . . موږ یې باید ټول په اړه اندیښنه ولرو، نه یوازې د خپلوځانونو لپاره، بلکه د راتلونکو نسلو لپاره هم.»

د ډیر وخت راهیسې د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون د نړۍ د مشرانو څخه د اقلیم د بدلون په اړه د اقداماتو غوښتنه کوي.

«دا یوازنۍ لاره ده چې موږ د ځمکې کره خوندي کړو.»

د موافقې محتویات

په پاریس کې د دیسمبر په میاشت کې، د نړۍ مشران په یوه داسې موافقه سلا شول چې د نړۍ د تودوخې د کچې د ډیریدو مخه نیسي او نه پرېږدي چې د تودوخې درجه، تر اوسنۍ کچې، دوه سانتګراده ډیره شي.

په موافقه کې د ګرین هاوس په نامه د زهرجنو ګازونو د خپریدو د کچې د راکمولو په اړه هم پلان شامل دی.

په دغه پلان کې د بیا تولیدیدونکي انرژۍ، چې په انګریزي کې ورته رینیوایبل انرژي ویل کیږي، د استعمال ډیرول شامل دي.

د لمر او باد نه پيدا کیدونکې انرژي په بیاتولیدیدونکي انرژي کې راځي.

سلوین هارت، د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون سره د مبارزې د ټیم مشر دی.

هارټ وویل چې «د دې لپاره چې دا موافقه عملي بڼه غوره کړي نو دوه مهم ګامونه باید واخیستل شي. لومړی، لږترلږه باید چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګروملتونود کنوانسیون ۵۵ هیوادونه داموافقه تایید کړي. دغه ۵۵ هیوادونه باید چې په مجموعي توګه د ګرین هاوس د ګازونو د خپریدو د ۵۵ فیصدو ذمه وار وي.»

د دغي موافقې د عملي کیدو لپاره د چین او امریکا هوکړه مهمه ده. دغه دواړه هیوادونه د نړۍ د ګرین هاوس د زهرجنو ګازونو ۴۰ فیصده خپروي. دواړو هیوادونو د موافقې د ژرتره عملي کیدو غوښتنه کړې ده.

د موافقې د عملي کیدو لپاره ۲۰۲۰م کال ټاکل شوی دی، خو که چیري هیوادونه دغه موافقه ژرتره تایید کړي نو کیدای شي چې په ۲۰۱۷م کال کې هم تطبېق اوعملي شي.