د ګامبیا جمهوررئیس وايي چې د تیرې اونۍ د انتخاباتو نتایج نه مني او وايي چې له سره دې انتخابات وشي.
د ګامبیا جمهوررئیس بحیی جامع، چې د ۲۲ کلنو لپاره په کامبیا کې حکومت کوي د جمعې په شپه په ټلویزیون وویل چې هغه غواړي چې له سره انتخابات وشي.
جمهوررئیس جامع مخکې ویلي و چې که انتخابات یې و نه ګټل، خپله ماته به ومني او د قدرت نه به لاس واخلي.
جامع تیره اونۍ خپل سیال اداما بارو ته ټلیفون کړی و او هغه ته یې ویلي و چې خپله ماته به ومني.
خو د جمعې د ورځې د اعلان وروسته په لویدیځه افریقا کې د دغه هیواد د سیاسي راتلونکې په اړه پوښتنې پیدا شوي دي.
د ګامبیا دولتي تلویزیون هغه ټلیفوني خبرې هم خپرې کړې دي چې د دسمبر په دوهمه نیټه د جامع او بارو ترمنځ شوي دي او جامع پکښې ویلي دي چې په درناوی به قدرت وسپاري او دا یې هم ویلي و چې د دسمبر د میاشتې د اولې نیټې د انتخاباتو د نتایجو په اړه به جنجال و نه کړي.
جامع بارو ته د هغه د «واضح کامیابۍ» پخاطر مبارکي ویلې وه. هغه د انتخاباتو پروسه «شفافه» او د «درغلیو نه یې پاکه» بللې وه.
جامع زیاته کړې وه «الله ما ته وايي چې [د واکمنۍ] وخت مې ختم شوی»
د ګامبیا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیره جمعه وویل چې بارو د رایيو ۴۵ فیصده ګټلي دي او جامع ۳۶ فیصده ګټلي دي. دغه کمیسیون ویلي و چې بل کاندید ماما کاندیي ۱۷ فیصده رایې ګټلي دي چې په انتخاباتو کې درېیم راغلی دی.