حکمتیار به کابل ته ولاړ شي که شرطونه یې ومنل شي

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند یو هیات د څو اونیو راهیسې د سولې د شورا سره مذاکرات کوي.

د حزب اسلامي د اجرائیوي شورا غړی قریب الرحمن سعید وایي که چیري حکمتیار په افغانستان کې وي، نو دا به د دولت او ولس د خدمت لپاره ستره سرمایه وي.

ښاغلی سعید وویل چې که د حزب اسلامي ډټول شرایط ومنل شي، نو حکمتیار به افغانستان ته ولاړ شی.

د حزب اسلامي دغه غړي وویل چې که چیری حکمتیار په افغانستان کې وي، د نظام او ولس په خدمت کې به وي، او دا به د دولت او ولس د خدمت لپاره یوه ستره سرمایه وي.

قریب الرحمن سعید وویل چې حزب اسلامي به د خپل قوت په اندازه په راتلونکو انتخاباتو کې برخه اخلي، په ټولو ولایتونو کې به دفاتر جوړ کړي او په ولس کې به کار وکړي.

د حزب اسلامي هیات اوس د خپلې طرح په هکله د جمهوررئیس غني تصمیم ته انتظار دی.

د ښاغلي سعید سره مرکه دلته اوریدلی شی.

Your browser doesn’t support HTML5

د قریب الرحمن سره مرکه