ملګري ملتونه: په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی ښایي افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر چټک کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی او په سیمه کې د خوندیتوب خرابېدونکی وضعیت ښايي له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغانانو د راستنېدو بهیر لاپسې چټک کړی.