د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) وایي ددې بنسټ د لومړنیو ارزونو له مخې په ایران کې د روانو جګړو له امله چې نن یې ۱۳مه ورځ ده تر ۳.۲ میلیونه کسان په موقتي ډول بیځایه شوي دي.
دې بنسټ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په ایران کې د بیځایه شویو کسانو شمیر د ۶۰۰ زره څخه نیولې تر یو میلیون کورنیو پورې دی. ملګري ملتونه وایي د راپورونو له مخې ډیر داخلي بیځایه شوي کورنۍ له تهران او نورو ښاري سیمو څخه د هغه هیواد شمال او کلیوالو سیمو ته پناه وړي.
یو ان اچ سي آر په خپل ایکس حساب کې لیکلي، شمیرې ښایي لوړي شي ځکه نښتې روانې دي او په دې سره د بشري اړتیاو په برخه کې هم اندیښنې زیاتیږي:"د جګړو په زیاتیدو سره په ایران کې تر ۳.۲ میلیونه ایرانیان په موقتي ډول بیځایه شوي دي."
متحدو ایالتونو په منځني ختیځ کې له خپل کلیدي متحد اسرائیل سره یوځای د فبروري میاشتي په ۲۸ نیټه د ایران په وړاندې د حماسي غضب عملیات پیل کړل.
امریکایي چارواکي وایي ددغو عملیاتو اهداف د رژیم د بالستیک توغندیو، د ډرون د تولید د قابلیتونو او د امریکایانو او خپلو ګاونډیو په وړاندې د ایران د ځواک د وړتیاو ختمول دي.
د عملیاتو د پیل وروسته، ایران د توپیر پرته د سیمې د هیوادونو په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه کړل چې په څو هیوادونو کې يې مرګ ژوبله واړوله. د ایران بریدونه همدارنګه د هرمز په تنګي کې د تجارت د مختل کیدو لامل شول او په دې کار سره د تیلو قیمتونه لوړ شول.
یو ان اچ سي ار وایي چې جګړو همدارنګه په ایران کې کډوالې کورنۍ په خاص ډول افغانان متاثره کړي دي چې د یادې ادارې په وینا له وړاندې د ناڅرګند وضعیت او د مرستو د شبکو د محدودیت له امله اسیب پذیره دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، ایران د ۱.۶۵ میلیونو کډوالو او نورو هغو کسانو کوربه دی چې خوندیتوب ته اړتیا لري.
یو ان اچ سي ار چې په ایران کې اوږد حضور لري اوسمهال زیاتیدونکو اړتیاو ته په کتو په خپلو اقداماتو کار کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د ملکي وګړو د خوندیتوب، بشري مرستو ته لاسرسی او هغو کسانو ته د سرحداتو د پرانیستل کیدو غوښتنه کړې چې د خوندیتوب په لټه کې دي.
فورم \ دبحث خونه