صافۍ: افغانې ښځې به په قوي دریځ د سولې خبرو کې ګډون کوي

  • نوشابه آشنا

د ښځو چارو وزارت سرپرسته

د افغانستان د ښځو چارو سرپرسته وزیره حسینه صافۍ وايي چې افغانې ښځې به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې په قوي دریځ ګډون وکړي.

مېرمن صافۍ د سولې په خبرو کې له ښکیلو غاړو وغوښتل ترڅو د ښځو موقف په پام کې ونیسي.

نوموړې همدغه راز وویل چې د افغان ښځو د ژوند د ښه والي لپاره یې وزارت کې ځانګړي پلانونه په نظر کې نیولي دي.

مېرمن صافۍ د کلیوالو ښځو د ستونزو د حل او د ژوند اولیه حقونو او اړتیاو ته په اسانۍ د لاسرسي په خاطر په ولسوالیو کې د ښځو چارو وزارت لخوا د اداري واحدونو جوړول اړین وبلل.

امریکا غږ سره د افغانستان د ښځو چارو د وزیرې حسینې صافۍ بشپړه مرکه دلته اوریدلاې شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا غږ سره د حسینې صافۍ مرکه