پنټاګون په اروپا کې د امریکايي ځواکونو اندازه کموي

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د سې‌ شنبې په ورځ (مۍ ۲۰مه) اعلان وکړ چې په اروپا کې د امریکا د پوځي عملیاتي لواګانو شمېر له څلورو څخه درې ته کموي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې د ټرمپ اداره په اروپا کې د امریکا د پوځي حضور بڼه بدلوي او د ناټو له غړو هېوادونو غواړي چې د خپل امنیت ډېر مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي.

پنټاګون وویل چې په اروپا کې د امریکا ددغو پوځي لواګانو د پوځیانو شمېر به د ۲۰۲۱ کال کچې ته راکم شي، خو دا یې ونه ویل چې دقیقاً څومره سرتېري به کم شي.

د پنټاګون ویاند شان پارنل، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پرېکړه په اروپا کې د امریکا د پوځي حضور د ارزونې لپاره د یو پراخ او څو اړخیز بهیر پایله ده.

هغه زیاته کړه چې ددغو جنګي ټیمونو کمښت به پولنډ ته د امریکايي ځواکونو د استولو په بهیر کې "لنډمهالی ځنډ" رامنځته کړي. پنټاګون پولنډ د امریکا "نمونه يي متحد" بللی دی.

تر دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم پولنډ ته د ۴۰۰۰ سرتېرو په استولو کې د ځنډ پخلی کړی و.

ونس د سپینې ماڼۍ په خبري غونډه کې وویل: "موږ په پولنډ کې د ۴۰۰۰ سرتېرو شمېر نه دی کم کړی. موږ یوازې د هغو پوځیانو ځای په ځای کول ځنډولي چې ټاکل شوې وه پولنډ ته ولاړ شي. دا کمښت نه دی، بلکې د ځواکونو د ځای په ځای کولو په بدلېدونکي بهیر کې عادي ځنډ دی چې کله ناکله په داسې حالاتو کې پېښېږي."

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل غواړي اروپا د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره ډېر مسؤلیت واخلي. ونس همدارنګه د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه تکرار کړه چې وايي اروپا باید په خپلو پښو ودریږي، خو ټینګار یې وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه دي ویلي چې ټول امریکايي ځواکونه به له اروپا وباسي.

پنټاګون همداراز تائید کړه چې د جګړې وزیر پېټ هګسیت د سې‌شنبې په ورځ د پولنډ له مرستیال صدراعظم کوسینیا کامېش سره خبرې کړې دي.

امریکا له اروپايي متحدینو غواړي چې په ناټو کې د دفاع په برخه کې ډیره ونډه واخلي او د خپلې دفاع مسئولیت پر خپله غاړه واخلي.

بل خوا، د ناټو عمومي منشي مارک روټه د چهارشنبې په ورځ له غړو هېوادونو وغوښتل چې د تیر کال د هاګ په سرمشریزه کې کړې ژمنې عملي کړي. هغه مهال د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپل دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید (GDP) پنځه سلنې ته لوړ کړي.

مارک روټه وویل: "ناټو یو ټرانس-اتلانتیک اتحاد دی او تل به همداسې پاتې وي. د دې اتحاد د پیاوړتیا لپاره په مسئولیتونو کې بدلونونه، او د ګډ امنیت په خاطر په یو متحد باندې په ناسالمه توګه د زیاتې تکیې پر ځای، په عادلانه توګه مسئولیت اخیستل شامل دي. "

روټه، چې د دې اوونۍ په وروستیو کې د سویډن په هیلسنګبورګ ښار کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وړاندې یې خبرې کولې، وویل چې ناټو باید په یو متحد هېواد باندې د ناسالمې تکیې څخه ځان خلاص کړي.

پنټاګون هم په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې د راتلونکو شپږو څخه تر دولسو میاشتو پورې په جرمني کې د مېشتو شاوخوا ۳۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو له ډلې څخه ۵۰۰۰ کموي.