نن په پاکستان کې ټول ښوونځي تړلي وو

د پیښور تر څنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم په پوځي ښوونځي د برید ورځ ولمانځل شوه

په ټول پاکستان کې ښوونځي نن د هغه برید د لومړنۍ کالیزې په خاطر بند وو چې پروسږکال طالبانو په پیښور کې په یوه پوځي ښوونځي باندي وکړ او 150 تنه یې ووژل چې 144 یې ماشومان وو.

د حکومت ویاند مشتاق غني وایي " د ښوونځیو تړل د ملي ماتم یوه برخه ده." غني وایي دا کار یې د "احتیاط"له مخې هم کړی دی.

د پاکستان جګپوړو پوځي او ملکي چارواکو په پیښور کې په خاصو مراسمو کې برخه اخیستې وه او په برید کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو ته یې مډالونه ورکړل.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف ملت ته په وینا کې ژمنه وکړه چې وسله وال افراطیت به له منځه یوسي. نواز شریف وویل " د خپلو ماشومانو د پاکې وینې د هر څاڅکي غچ به اخلو. "

نواز شریف هوډ څرګند کړ چې د سخت دریزه ډلو په خلاف به جدي اقدام کوي

" ډیر ژر به په پاکستان کې د تروریزم مرۍ په بشپړه توګه پرې شي. په ټول پاکستان کې به امنیت وي ، د هغو کسانو وجود به ختم شي چې د علم شمعې مړې کوي او د هیواد په هر کلي او ښار کې به د علم شمعې بلې شي. "

په ښوونځي باندې د برید نه وروسته د پاکستان حکومت د وسله والو ډلو په خلاف عملیات زیات کړل، د اعدام په سزا لګیدلی بندیز یې لیرې کړ او پریکړه وشوه چې تر دې وروسته به هغه کسان په پوځي محکمو کې محاکمه کیږي چې په وسله وال افراطیت کې د لاس لرلو شک پرې وشي.

انتقاد کوونکي او د وژل شویو ماشومانو د کورنۍ غړي شکایت کوي چې حکومت تر اوسه د دغې پیښې اصلي عاملین ندي پیدا کړي او نه یې هم هغوي ته د قناعت وړ ځواب ورکړی.

د ملا فضل الله په مشرۍ د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي چېد پیښور په پوځي ښوونځي برید دوی کړی. طالبان وایي دا برید یې په وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د بدل اخیستو په خاطر وکړ.

د برید نه وروسته پوځ په شمالي وزیرستان کې پراخه تعرضي عملیات پیل کړل او وایی تر اوسه پدغو عملیاتو کې لږ تر لږه درې زره او څلور سوه وسله وال وژلي دي.