جنرال پیټریس ناټو ته خپل پلانونه بیان کړل

په افغانستان لپاره د امریکا او ناټو د قواوو نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال ډیویډ پټریس په بروکسل کې د ناټو مامورینو ته د خپلو جنگي هڅو د پلانونو په اړه توضیحات ورکړل.

پټریس د پنجشنبې په ورځ د ناتو د عمومي منشي اندرس فوغ راموسن سره د کتنې په خوا کې د ناتو د شورا سفیرانو ته چې د تړون د پریکړو عالي مرجع ده، وینا وکړه.

د جنرال پټریس دا سفر په داسې حال کې کیږي چې یوه ورځ مخکې د افغانستان د جنگ د نوي قوماندان په صفت دده ټاکل کیدل د امریکا په سنا کی په غوڅ اکثریت تایید شو.

د امریکا سناتورانو ٩٩ د صفر په مقابل کې د جنرال پتریس حمایت وکړ چې د جنرال مک کرستال ځای ونیسي، هغه او نژدې کارکونکي یې د اوباما د ادارې په مامورینو ملنډې وهلې وې.

جمهوررئیس اوباما وویل چې د سنا چټک عمل او د دغه جنرال بی نظیره تجربه به دا یقیني کړي چې امریکا خپلې دغې ستراتیژۍ ته دوام ورکوي چې طالبان وځپي او افغاني ظرفیتونه لوړ کړي.

پیټریس چې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندې مشر ؤ په عراق کې د جگړه مارو پرضد د ستراتیژۍ په عملي کولو کې ښه نوم لري. دعراق ستراتیژي په افغانستان کې د اوسنیو هڅو لپاره اساس جوړوي.

ده خبرداری ورکړ چې امریکايي عسکر د طالبانو د سخت سرو جگړه مارو سره په داسې حال کې مخامخ دي چې مجبوردي افغان پوځ وروزي او په ملک کې د حکومت چارې ښې کړي.