د ښرنې په درملتونونو کې "نشه يي" درمل پلورل کیږي

Your browser doesn’t support HTML5

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د ځينو سرچينو په وينا د پکتيکا ولايت په ښرنه ښار کې يو شمېر درملتونونه پر معتادو کسانو نشه راوړونکي درمل پلوري.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې دا کار د معتادو کسانو د شمېر په زياتېدو کې مرسته کوي. دوی له حکومتي مسوولينو غوښتنه لري، چې په درملتونونو کې په خپل سر د نشه راوړونکو درملو د خرڅلاو مخه ونيسي.

بلخوا په پکتیکا کې د عامې روغتيا رياست مسوولين په ښرنه ښار کې په ښکاره ډول د نشه یي درملو پلورل ردوي خو زياتوي هغه درملتونونه چې نشه يې درمل په پټ ډول پلوري د تثبيت په صورت کې به د دوی له جدي برخورد سره مخ شي.

د سيمې د خلکو په وينا په درملتونونو کې په خپل سر د نشه يي درملو خرڅول، له روږدو کسانو سره په مرستې سربېره، په ټولنه کې د نورو ځوانانو د روږدي کېدلو لامل هم ګرځي.