د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه منځني ختیځ ته د بایډن لومړی سفر

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وایي د واشنګټن پوست د خبریال جمال خاشقجي د قتل موضوع یې د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

په جده کې ښاغلي بایډن د خلیج د همکارۍ د شورا په غونډه کې چې بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات یې غړي دي د سیمې په وړاندې د امریکا د تعامل په اړه څرګندونې کړې دي. پدې غونډه کې د مصر عراق او اردن مشران هم حاضر وو .
 

د امریکا ولسمشر پداسې حال کې چې متحده ایالات او نړۍ د تیلو د لوړو بیو او د انفلاسون له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په منځني ختیځ کې هڅه وکړه چې د تیلو د تولید کوونکو هیوادونو توجه دغې مسلې ته راواړوي.
 

 بایډن او د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي په جده کې د لیدنې کتنې پر مهال

منځني ختیځ ته د سفر پر وخت بایدن په بیت لحم کې د هغه کلیساه لیدنه وکړه چې ویل کیږي عیسی مسیح په کې زیږیدلی دی.

په غزه کې د جو بایډن او د فلسطین د مشر محمود عباس کتنه

بیت المقدس ته د سفر پر وخت ښاغلي بایډن د اسرائیل سره یوه موافقه لاس لیک کړه، ښاغلي بایډن ټینګار وکړ چې د خپل هیواد د ټول طاقت څخه به استفاده وکړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نکړي.

ولسمشر بایډن منځني ختیځ ته د سفر پر وخت د اردن د سیند لویدیځې غاړې ته سفر وکړ او هڅه یې وکړه چې د فلسطیني مقاماتو سره د امریکا اړیکې ښه کاندي؛ هغه اړیکې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر وخت خؤې پړې شوې وې.

اسرائیل ته د سفر پر وخت ښاغلي بایډن د اسرائیل د پرمختللي هوایي دفاع د سیستم ننداره وکړه

 

اسرائیل ته د سفر پر وخت ښاغلي بایډن د هولوکاسټ د قربانیانو د څلي لیدنه وکړه او د درناوي مراتب وړاندې کړل