د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ‌ ته د جوبایډن سفر او لاس ته راوړنې


جو بایډن د امریکا د جمهور رئیس په توګه منځني ختیځ ته خپل لومړنی سفر پای ته ورسوه او د شنبې ۱۶ جولای (چنګاښ ۲۵) په ماښام واشنګټن ته راستون شو.

منځني ختیځ ته د باېډڼ ددې سفر په لړ کې، د سعودي عربستان او اسرائیل تر مینځ اړیکو ته وده ورکول یوه له هغه موضوګانو څخه وه چې په اړه یې زیاتې خبرې وشوې. خو د جمهور رئیس بایډن له سفر وروسته سعودي چارواکو د سعودي عربستان او اسرائیلو یو بل ته د نژدې کېدو په تړاو خبرونه رد کړي دي.

بایډن د سعودي عربستان په جده کې د عربي هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخیسته او د عربو مشرانو ته یې په سیمه کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه خپل لیدلوری څرګند کړ.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان ال سعود وايي چې له اسرائیل سره د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې ندي شوي: "زه نه پوهېږم دا خبرونه له کومه شوي. پدې اړه نه په سرمشریزه او نه هم له سرمشرېزې وړاندې خبرې شوي".

ښاغلي ال سعود وویل چې سعودي عربستان پنځه کاله پخوا د عربي هیوادونو د ګډې دفاع د میکانیزم، چې پکې به امنيتي او دفاعي همکاري زیاته شي، وړاندیز کړی و. ال سعود زیاته کړه چې د سعودي مشرانو او باېډن ترمنځ د خبرو په اجنډا کې دغه موضوع نه وه شامله.

د جمهور رئیس باېډن د سفر یوه مهمه لاسته راوړنه، د سعودي عربستان له خوا اسرائیلي الوتکو ته پر خپل هوايي حریم د تېرېدو اجازه ورکول ګڼل شوې ده. خو سعودي چارواکي دغه اقدام یوه عادي کړنه بللې او وايي چې دا مسئله له اسرائیلو سره د ديپلوماتیکو اړیکو سره تړاو نلري.

ال سعواد وايي: "د سعودي له خاورې اسرائیلي الوتکو ته د تېرېدو اجازه زموږ له هغو ژمنو چې د شیکاګو په پروټوکول کې مو کړې وي، او زموږ د هغې علاقې چې غواړو له نړۍ سره وصل شو، پربنسټ ترسره شوې. زموږ تمه دا ده چې پدې کار سره به د ځېنو مسافرو سفر اسان شي. دا اقدام د نورو اقداماتو پېلامه نده".

له هغه ورځې چې جمهور رئیس باېډن واک ته رسېدلی، هغه د سعودی عربستان له وليعهد سره د خبرو نه کولو ژمنه کړې وه. خو د اوکراین د جګړې او نورو لاملونو له آمله امریکا او جمهور رئیس باېډن پدغه اړه ډېر مخکې تللی او پدې سفر کې یې خپله دغه ژمنه ماته کړې ده.

د اسوشیټیډ پریس خبریاله ایا بتراوي وايي چې روان وضعیت جمهور رئیس بایډن اړ کړ چې د سعودي عربستان د پاچا او د دغه هیواد له ولیعهد سره وګوري: "جمهور رئیس بایډن وايي پدغه ناسته کې یې د بشر د حقونو او د جمال خاشقجي د وژني موضوع، چې باېډن وايي د سعودي ولیعهد پکې ککړ وو، راپورته کړه. خو د سعودي ولیعهد وايي چې په غونډه کې یې باېډن ته ویلي، چې دې پدغه وژنه کې ککړ نه وو".

منځني ختیځ ته د جمهور رئیس بایډن ددې سفر په مهمو موضوعاتو کې په سیمه کې د امریکا د ښکېلتیا پراخول، د تېلو د نرخونو راکمول، د بشر حقونو یقیني کول، د اسرائیلو رول او د ایران د نفوذ مخنیوی شامل وو.

له دې سره سره چې ښايي باېډن پدې سفر کې د اسرائیلو د رول او بشري حقونو په اړه زیاتې لاسته راوړنې نه درلودې، خو د هغه دا سفر په سېمه کې د امریکا د ښکېلتېا د دوام هوډ څرګند کړ.

جمهور رئیس بایډن وايي: "موږ به له سیمې ونه وځو ددي دپاره چي چین، روسیې او ایران ته هلته د ورتللو فرصت په لاس ورنشي. موږ به په منځنې ختیځ کې د امریکا اصولي او فعال مشرتابه ته وده ورکړو".

XS
SM
MD
LG