د ښځو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې

د ګڼو محدودیتونو سربیره ځینې میرمنو په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت لاریون وکړ

د استرالیا په ملبورن ښار کې د ښځو د حقونو فعالانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې ښځو لپاره د مساوي حقونو غوښتنه وکړه

طالبانو پر ښځو لګول شوي بندیزونه د اسلام له شریعت سره همغږي بللي دي.

بلجیم کې د میرمنو لاریون

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې د ښځو او نجونو پر مخ ټول پوهنتونونه تر امر ثاني پورې وتړل

نایجریا کې د میرمنو لاریون

افغانستان کې نجونې د متوسطه او عالي لیسو په کچه له زده کړو څخه محرومې شوي دي

د امریکا په وسکانسن ایالت کې د سقط جنین د حق لغو کیدو په ملاتړ کې مظاهرې

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې پر ښځو او نجونو بندیزونه ولګول او د زده کړې، مطالعې او کار د منع کولو ترڅنګ یې ښځې تفریحي پارکونو، عامه حمامونو او سپورتي کلبونو ته له تګ څخه هم منع کړې..

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د میرمنو لاریون

 ایران کې ښځې مساوي حقونو ته د لاسرسي او د "ښځه، ژوند، ازادۍ" په شعار سره د اجباري حجاب پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

ترکیې د ښخو د حقونو فعالانې

په ایران کې د ښځو د غورځنګ په ملاتړ په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر ښځو خپل ویښتان پرې کړل