د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حاکمیت کې د ښځو ورځ ونه نمانځل شوه؛ فعالانو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې وکړې


د مارچ اتمې په مناسبت په کابل کې لاریون کوونکو د "ډوډۍ، کار او ازادۍ" شعارونه ورکول او د نجونو  پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل وغوښتل.
د مارچ اتمې په مناسبت په کابل کې لاریون کوونکو د "ډوډۍ، کار او ازادۍ" شعارونه ورکول او د نجونو  پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل وغوښتل.

دا دوهم کال دی چې د طالبانو حکومت د مارچ اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې، په مناسبت د ښځو لپاره هیڅ کوم رسمي پروګرام نه دی جوړ کړی، خو په دې ورځ په افغانستان کې یو شمېر ښځو مظاهرې کړي او د خپلو حقونو غوښتنه یې کړې ده.

افغان میرمنو د مارچ په اتمه (کب ۱۷) په کابل او بلخ ولایتونو کې د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره لاریونونه کړي دي.

په کابل کې لاریون کوونکو د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو د غوښتنې د شعارونو ترڅنګ د ډوډۍ، کار او ازادۍ شعارونه هم ورکول.

ددغه لاریون پریکړه لیک، چې د ښځو د حقونو د یوې فعالې ذکیه زهادت له خوا ولوستل شو په کې ویل شوي، چې طالبانو حکومت په تیرو څه باندې ۱۸ میاشتو کې په پرله پسې ډول په ټولنه کې د ژوند د ټولو برخو څخه د ښځو د حذفولو لپاره د خپلسر نیولو په ګډون هڅې کړي دي خو افغانې میرمنې چوپې نه دي پاتې شوې.

د لاریون پریکړه لیک کې ویل شوي: "مونږ اعتراض کوونکې ښځې د افغانستان د ټولو اوسیدونکو په ځانګړي ډول د ښځو د اساسي حقونو غوښتنه کوو.نړۍ باید د شرم ډکه خپله چوپتیا پاې ته ورسوي. اوس هغه وخت رسیدلی چې نړیواله ټولنه د ښځو په څنګ کې ودریږي او د افغانستان د ښځو غږ بدرګه کړي."

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي، چې نړۍ باید د افغانستان د خلکو څخه ملاتړ وکړي او ددغه لاریون کوونکو د پریکړه لیک د وینا په اساس د طالبانو حکومت ته هره اونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو په استولو سره باج ورنکړي.

د کابل سربیره د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې هم د ښځو یوې ډلې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بندو دروازو شاته د یوې اعتراضي غونډې بندوبست کړی و.

د ښځو د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د ښځو د حقونو یوې ډلې رسنیو ته په استول شوې ویډیو کې ویلي، چې په مزارشریف کې دوی ددغې اعتراضي غونډې بندوبست کړی و.

واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا دوهم کال دی، چې په دغه هیواد کې د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت ښځې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې لاریون کوي. تراوسه لا د طالبانو د حکومت له خوا ددغې ورځې د نمانځلو لپاره د کومې غونډې د جوړیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه

په عین وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د مارچ اتمې د ښځو نړيوالۍ ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شوي بنديزونه ژر تر ژره ختم کړي.

يوناما په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقوقو د بنديزونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دې چې د حاکمو چارواکو یواځنی تمرکز د ښځو د حقونو او فعاليتونو په محدودولو باندې دى.

د ٢٠٢١ ميلادي کال د اګست پر پنځلسه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بيا حاکميت وروسته د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته اجازه ورکړې او د شپږم ټولګي څځه د نجونو پورته ښوونځي او پوهنځي یې تر "امر ثاني" پوري تړلي دي.

يوناما دغه بندیزونه د بشري حقونو له مکلفیتونو سره په تکړ کې بللي او زياته کړې ده چې ياد بندیزونه له لسیزو جګړو څخه د افغانستان د بیرته راګرځیدو مخه نیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره ځانګړې استازې، میرمن الیسون ډیویډیان هم په افغانستان کې د ښځو پر سفر د محدوديتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې چې ښځې په تولو برخو کې په عامه پریکړو کې له ګډون څخه محرومې شوي دي.

ښځې تر کورونو محدودې شوې

د ښځو د حقونو یوه فعاله او افغان خبریاله مروه سادات وايي، چې اوس مهال ښځې افغانستان کې یوازې تر کوره پورې محدودې شوي دي.

میرمن سادات وویل " د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته بدمرغه او جنګ ځپلې افغان میرمنې ډیرو ستونزو سره مخ دي. زه به دا ووایم، چې نه یوازې د ستونزو سره مخ دي بلکې هغوی د خپلو انساني حقونو څخه هم محرومې شوې دي. که د زده کړو خبره وشي دا میرمنې په خپل کور کې د بندیانو غوندې ژوند کوي که د دندو خبره وشي هغوی د دندو ترسره کولو څخه منع کیږي".

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله نسرین حمیدي وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې افغانستان کې ښځې د مارچ اتمه په داسې حال کې لمانځي، چې ښځې په دغه هیواد کې د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې شوې او په سیتماتیک ډول په ټولنه کې څنډې ته شوي دي.

هغه وايي، چې په افغانستان کې ښځې په زندان کې اچول شوي، ګواښل شوي او زورول شوي خو هغوی چپې نه دې پاتې شوې او د طالبانو د حکومت پر وړاندې یې په بیلابیلو ډولونو د خپل اعتراض غږ پورته کړی دی، خو نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو څخه څنګه چې په کار و، ملاتړ نه دی کړی.

میرمن حمیدي وویل "د هغوی ملاتړ یوازې خبرې وې او یا یو ټویټ یې کړی او یا یې هم یوه اعلامیه خپره کړې ده."

د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ويلي چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دی. د سه شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ښځو تعليم په مطلق ډول نه دى بند شوى بلکې تر «امر ثاني» پوري ځنډول شوى دى٠

هغه وویل چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو ښځینه استادانو او کار کوونکو ته پر کورنو معاشونه ورکوي او په خبره دوی د ښځو حقوقو په اړه غلطې ارادې نلري او اقتصاد یې ورته مهم دی.

XS
SM
MD
LG