په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت له نافذیدو وروسته وضعیت

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت او د صوبايي حکومت د واکونو له ځنډولو وروسته، امنیتي ځواکونه د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ګزمې کوي. حکومت دا دا اقدام وروسته تر هغه وکړ چې د مرکزي حکومتي پرېکړې پر ضد له تاوتریخوالي ډکو نښتو له امله بازارونه وتړل شول او د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شو.

د پاکستان فدرالي حکومت د یکشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۱مه) د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت وځنډاوه او په خیبر پښتونخوا کې یې بېړنی حالت اعلان کړ. حکومت دغه پرېکړه د وسله‌والو فعالیتونو او ناامنۍ د زیاتوالي او د صوبايي ادارې د ناکامۍ له ادعا سره توجیه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، په تېرو اتلسو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې د سختدریځۍ او تاوتریخوالي پېښې شاوخوا ۱۹۵ سلنه زیاتې شوې دي. د پاکستان حکومت د بېړني حالت او ګورنر راج د لګولو لپاره د امنیتي وضعیت خرابوالی اصلي دلیل بولي.

خو د تحریک انصاف ګوند لا هم په دغه ایالت کې د پام وړ سیاسي نفوذ او ولسي ملاتړ لري. که څه هم د بېړني حالت له اعلان وروسته تر اوسه پراخ ولسي اعتراضونه نه دي لیدل شوي، سیاسي شنونکي باور لري چې د عمران خان ملاتړ لا هم پیاوړی دی.

د سې شنبې ورځې تر ټولو سختې نښتې د پېښور ښار په شاوخوا ۱۵ کیلومترۍ کې د خیبر ولسوالۍ په باړه کې شوې دي.

د تحریک انصاف د اطلاعاتو سکرتر اکرام خټانه ویلي، نامعلومو کسانو د پاکستان د ملي ډیټابېس او ثبت ادارې (نادرا) مرکز ته اور اچولی او نږدې دفترونو ته ننوتلي دي.

خو د صوبايي ادارې د اطلاعاتو مسوولې ثمر هارون بلور د پولیسو له خوا د مخامخ ډزو ادعاوې رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې دي. هغې ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

میرمن بلور زیاته کړې چې پولیسو د بلوا او ورانکارۍ پر وړاندې محاسبه شوی اقدام کړی دی. د هغې په وینا، شاوخوا ۵۰ کسان نیول شوي او د ترهګرۍ ضد قانون له مخې څلور قضیې ثبت شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوکانونه او بازارونه لا هم تړلي وو او د خلکو ورځنی ژوند په ټپه درېدلی و. سوداګر بېرته خپلو دوکانونو ته ورستانه شوي وو، څو د اوښتو زیانونو ارزونه وکړي.

ځايي دوکاندار کرامت خان وویل: «موږ ته ویل شوي وو چې دوکانونه وتړو، خو چې بېرته راغلو، هر څه ویجاړ شوي وو.»

هغه زیاته کړه چې د چاپ ماشینونه، اسناد او د ملګرو موټرسایکلونه چې د ګډوډۍ پر مهال پاتې شوي وو، مات یا سوځول شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې وروستي تحولات د پاکستان د فدرالي حکومت او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ترمنځ د سیاسي کړکېچ ژورتیا څرګندوي. حکومت د امنیتي اندېښنو یادونه کوي، خو د صوبايي حکومت د واکونو ځنډول د سیاسي مخالفتونو او د خلکو د غبرګونونو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.