د عراق امنیتي ځواکونه وایي دوشنبه اکټوبر ۲۴ (لړم۲) یې یو سوداګر چې غوښتل د هیواد څخه ووځي، په هوایي ډګر کې نیولی.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نور زهیر جاسم په نامه دا سوداګر چې شک پرې دی د دې هیواد مالیې د ادارې څخه یې ۲.۵ ملیارده ډالر غلا کړي، پلان یې درلود چې په یوې شخصي الوتکې کې د بغداد د هوایي ډګر څخه بهرني هیواد ته ولاړ شي خو پولیسو یې مخه ونیوله.
د عراق د فساد ضد ادارې ویلي چې ښاغلي جاسیم د پټرولو د خدماتو یو شرکت درلود.
د عراق قضایه قوې د مالیې د ادارې د څو چارواکو څخه پدې هکله پوښتنې کړي او د څو شرکتونو د خاوندانو د نیولو امرونه یې صادر کړي چې شک پرې کیږي پدې غلا کې لاس لري.
عراق د مالیې ادارې په اسنادو کې ویل شوي چې د پیسو دا ستر رقم د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر څخه د ۲۰۲۲ کال د اګست تر میاشتې پورې غلا شویدي.
دې ادارې ویلي چې د پیسو د ایستلو لپاره ۲۴۷ چکونه لیکل شوي چې وروسته بیا پنځو شرکتونو دغه پیسې تر لاسه کړي.
د عراق په دولتي ادارو کې فساد او رشوت خوري ډیره ده او هغوي چې پدې ادارو کې ډیر واک لري، د حساب کتاب څخه هم وخت ناوخته بچ کیږي.
د دې غلا په هکله د لومړي ځل لپاره د همدې روانې اکټوبر میاشتې په نیمایي کې غوغا جوړه شوه چې په جګړه ځپلي عراق کې یې ډیر خلک وقهرول.
عراقي چارواکو د اکټوبر په ۱۶ مې وویل چې ددې هیواد مقامات د مالیې له ادارې څخه د ۲.۵ میلیارد ډالرو "غلا" په اړه پلټنې کوي.
د عراق دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي و چې د مالیې وزارت داخلي پلټنې وموندله چې پیسې په یو دولتي بانک کې د دې ادارې له حساب څخه ایستل شوي دي.
اژانس ویلي، پرته له دې چې په قضیه کې د ښکیلو چارواکو نومونه واخیستل شي وزارت له فساد سره د مبارزې له ادارې څخه پدې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د عراق له فساد سره د مبارزې کمیسیون هم ویلي و چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې قضایه قوې ته به ټول هغه معلومات او اسناد وړاندې کړي چې دوی یې ترلاسه کوي "تر څو وکولی شي په قضیه کې د ښکیلو کسانو په اړه مناسبې پریکړې وکړي".
عراق د شفافیت د نړیوال سازمان د فساد د انګیرنې په شاخص کې په ۱۸۰ هیوادونو کې په ۱۵۷ ځای کې دی. په عراق کې جرمي تورونه نادر دي او معمولا د منځنۍ کچې حکومتي چارواکو باندې لګول کیږي.