د عامې روغتیا وزارت کې چارواکي وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د کونړپه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه نوې پیښه یې ثبت کړې چې ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر اولسو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت د څانګې مرستیال ډاکټر ګلا خان ایوب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغه وزارت د کونړ ولایت د پیچ په ولسوالۍ کې د پولیو یاماشومانو د ګوزڼ د ناروغې یوه پیښه ثبت کړې ده.
ډاکټر ګلا خان ایوب وویل چې داپه روان کال کې د کونړ په ولایت کې د پولیو لومړۍ پیښه ده چې یوه درې کلنه ماشومه یې وهلې ده.
ډاکټرایوب وویل " دغې ماشومې انجلې یوازې دوه ډوزه د پولیو ضد واکسین اخیستی وو".
ډاکټر ګلا خان ایوب وویل چې دا انجلې د کورنۍ د نه پاملرنې او په سیمه کې د امنیتي ستونزو له امله د پولیو له واکسین اخیستلو پاتې شوې ده.
له بلې خوا په روان عیسوي کال کې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ زیاتې پیښې پکې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرونو له مخې سږکال په ننګرهار کې تر اوسه د پولیو اته پیښې ثبت شوي دي، چې ددغه ولایت وروسته د پولیو ډیرې پیښې د فراه په ولایت کې ثبت شوي دي.
د پولیو د دغې تازه پیښې سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر اولسو ته رسیدلی دی.
په ننګرهار کې د پولیو اته، په فراه کې څلور په هلمند، نمروز، هرات، فاریاب او کونړ ولایتونو کې تراوسه د پولیو یوه یوه پیښه ثبت شوې ده.
تیرکال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۸ پیښې ثبتې شوې وې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې نن د افغانستان په څوارلس ولایتونو کې د پولیو ضد د واکسین درې ورځینی فرغې کمپاین پیل شوی چې د کونړ ولایت هم په کې شامل دی.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازې دوه هیوادونه دي چې لا هم پولیو ناروغې په کې د ماشومانو د روغتیا په وړاندې سترګواښونه را ولاړ کړي دي.