نوي پاپ د بیان د ازادۍ د ترویج ننګه وکړه

له دغو خبرو څخه وروسته پاپ له ځینو خبریالانو سره هم وغږېده، خو د کوم خبریال پوښتنې ته یې ځواب ونه وایه

د کاتولیک مسیحیانو نوي پاپ لیو د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور۲۲) په واتیکان کې په خپل لومړي خبري کنفرانس کې د سولې غوښتنه، د ازادو رسنیو د ارزښتونو ننګه او د بندي خبریالانو د خوشې کېدو هیله وکړه.

نوموړي، په امریکا کې زېږېدلی او د پیرو تابعیت هم لري، په ایټالوۍ ژبې خبرې کولې او له خبریالانو څخه یې وغوښتل چې، «له ایډیالوژیکې او ګوندي» ژبې له کارولو ډډه وکړي او د هغو خلکو غږ ته انعکاس ورکړي، چې «کمزوري دي او غږ یې نه اورېدل» کېږي.

نوموړي وویل چې کلیسا د خبریالانو، چې د حقیقت د موندلو او د حقیقت په اړه د راپور ورکولو له کبله، بندیان شوي، ولاړه ده.

پاپ لیو وویل چې کلیسا د دې پېښو شاهده ده او «زه د هغو خلکو په اړه فکر کوم چې د خپل سر په بیه یې د جګړې په اړه راپور ورکړی- او د هغو خلکو د زړورتیا په اړه، چې د کرامت، عدالت او د خلکو له حق څخه یې دفاع کړې، چې خبر شي، ځکه چې یوازې باخبره خلک ازادانه انتخاب کولای» شي.

له دغو خبرو څخه وروسته پاپ له ځینو خبریالانو سره هم وغږېده، خو د کوم خبریال پوښتنې ته یې ځواب ونه وایه.