د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر ایران د سمدستي برید پلان نه لري، خو امریکايي ځواکونه د اړتیا په صورت کې پوځي اقدام ته چمتو دي.
ټرمپ له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې، د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د جګړې د پراخېدو په اړه د ګومانونو په ځواب کې وویل: «داسې ښکاري چې هر څه غواړو، ترلاسه کوو.» نوموړي د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له لوري په همدې اوونۍ کې د احتمالي برید د نښو نښانو په اړه وویل: «زه چمتو یم، موږ چمتو یو.» خو زیاته یې کړه چې ښايي د پوځي اقدام اړتیا رامنځته نه شي. ټرمپ ټینګار وکړ چې د برید احتمالي پلانونه له مخکې نه اعلانوي.
د امریکا ولسمشر وویل، د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمې د برخلیک په اړه غیرمستقیمې خبرې روانې دي.
فایننشل ټایمز د دې زېرمې اندازه نږدې ۴۵۰ کیلوګرامه یاده کړې ده. ټرمپ وویل، که څه هم دا مواد تر سلګونو ټنو ډبرو لاندې خښ دي، خو د بقایا په اړه یې خوښ نه دی.
ټرمپ همداراز وویل چې د ایران پر بندرونو سمندري محاصرې د دغه هېواد اقتصاد فلج کړی او له هرمز تنګي څخه د تېلو انتقالول تر جګړې وړاندې مودې په پرتله زیات شوي دي.
نوموړي وړاندوینه وکړه چې له ټاکنو وروسته به د انرژۍ بیې په څرګند ډول راټیټې شي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې امریکایي پوځیانو د دوشنبې په ورځ د ایران قشم ټاپو په نښه کړ. د امریکا حکومت دغه برید دفاعي بللی او ویلي یې دي چې موخه یې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو ساتنه وه.