غني او تروډو ایران کې د الوتکې د سقوط د تحقیقاتو په اړه وغږېدل

ایران وايي هر چا چې دا کار کړی، سزا به وویني

ارګ وايي جمهور رئیس غني او د کاناډا صدر اعظم جستن تروډو په تهران کې د اوکراین د غورځول شوې الوتکې په اړه یې د تحقیقاتو او آینده اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د ارګ اعلامیه وایي چې دوی د چهارشنبې په ماښام ( جنوري ۱۶-مرغومۍ۲۵) په تیلیفون کې وغږېدل.

اعلامیې کې د ښاغلي تروډو له خولې لیکل شوي: "دایران حکومت له خوا د دغې پېښې مسوولیت منل یو مثبت ګام دی خو نورو ګامونو اخیستلو ته هم اړتیا شته او ایران باید په شفاف ډول نړیوالو تحقیقاتو ته د زمینې برابرولو لپاره اقدام وکړي او سمه لاره اختیار کړي. "

ولسمشر غني هم ټېنګار کړی دی چې باید د ایران حکومت د دغې پېښې حقیقت معلوم کړي او "نړیواله ټولنه باید خپل موثر رول ولوبوي او د قربانیانو حقوق دې تامین شي. ټینګار مو دا دی چې ایران په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، ځکه زموږ هیوادوال د وضاحت غوښتونکي دي."

ایران تېره اونۍ په تهران کې د اوکراین د بوینګ یوه مسافر وړونکې الوتکه ووېشتله او په کې سپاره ۱۷۶ کسان ووژل شول. په دوی کې ۱۳ افغانان دي چې د اکثریت مړي پېژندل شوي دي.

په نورو وژل شویو کسانو کې د کاناډا، اوکراین، ایران او ځینو نورو هېوادونو وګړي شامل دي. ایران وايي هر چا چې دا کار کړی وي، سزا به ورکړل شي.

لندن کې د همغږۍ او ځواب ویلو غونډه

د ارګ د اعلامیې له مخې صدراعظم تروډو ویلي چې ټاکل شوې نن پنجشنبه په لندن کې د همغږۍ او ځواب ویلو یوه غونډه جوړه شي چې د دغې پېښې او د قربانیانو د کورنیو د لاسنیوي په اړه به په کې بحث کیږي.

ښاغلي تروډو ویلي "موږ هڅه کوو چې د قربانیانو لپاره عدالت تامین او د دغې پېښې حقایق ښکاره شي".

ښاغلي غني هم ویلي دي چې د کاري ډلې د دریځ ننګه کوي. افغانستان، کاناډا، برتانیا، سویډن او اوکراین د همغږۍ او ځواب ویلو د ډلې غړي دي.