د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې جمهوررئیس غني نن د غرمې وړاندې د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اذربایجان پایتخت د باکو ښار ته په یو ورځني رسمي سفر رسیدلی دی.
د جمهوري ریاست د ارګ له مانۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې جهموررئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي ته یې د حیدرعلي اوف په نړیوال هوایي ډګر کې د اذربایجان د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال له خوا هرکلی وشو.
ټاکل شوې چې جمهوررئیس محمد اشرف غني به د اذربایجان د جمهوررئیس الهام علي اوف، د اذربایجان د صدراعظم او نورو حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وایي چې اذربایجان ته د جمهوررئیس غني د سفر هدف د افغانستان او اذربایجان ترمنځ داړیکو پراخیدل او افغانستان ته ددغه هیواد د پانګونې جلبول دي.
ښاغلي هاشمي وویل " کومې کتنې چې په پام کې نیول شوي په کې د دوه اړخیزو موافقو لاسیک کول هم شامل دي ".
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل چې افغان حکومت تل په دې ټینګار کړی چې د سیمه ایزو همکاریو په زیاتیدو او د بهرنیو پانګونو په جذبولو د افغانستان اقتصاد چې تر ډیره په بهرنیو مرستو یې تکیه لرله له دغه حالت نه راوباسي او پیاوړی کړو او په دې توګه افغانستان اقتصاد رښتینې وده ولري.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل چې افغانستان سره تیرکال د لندن په کنفرانس کې د مرستو دوام، په خپلو پښو د دغه هیواد د دریدلو د هڅو سره تړل شوی وو، نو ځکه هڅه کیږي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې سره کړي ژمنې عملي کړي.
همدارنګه د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهوررئیس غني به ددغه یو ورځني سفر په ترڅ کې د اذربایجان د پارلمان د رئیس او مرستیال سره هم خبرې وکړي.
دغه اعلامیه وایي چې د افغانستان او اذربایجان د جمهوررئیسانو په حضور کې به افغانستان او اذربایجان د ملي تلویزیونونو او د کار او ټولنیزو چارو د وزارتونو ترمنځ د همکاریو دوه تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.
جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو، مالیې، کانونو اوپیټرولیم،ټرانسپورټ او هوایي چلند، فواید عامې،انرژۍ اواوبو، ښار جوړولو وزیران ، د جمهوررئیس د اقتصادي چارو ستر سلاکار محمد همایون قیومي،د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهوررئیس سلاکار محمد شاکر کارګر او د ملي امنیت د شورا مرستیال محمد سلیمان کاکړ ملګرتیا کوي.