ولسمشر غني د یو پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته لاړ

دا په څو میاشتو کې دویم وار دی چې ولسمشر غني سعودي ته ځي

د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني به ددغه سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزیز او یو لړ نورو سعودي چارواکو سره وګوري.

د ارګ اعلامیې ویلي، چې ولسمشر به د عمرې مراسم هم پر ځای کړي.

د ارګ اعلامیې که څه هم نده په ډاګه کړې چې ایا له سعودي چارواکو سره به ولسمشر د سولې په تړاوو بحث ولري او کنه، خو په اعلامیه کې راغلي، چې له ولسمشر سره په مل پلاوي کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس معصوم ستانکزی هم برخه لري.

دا ډول نن د ولسي جرګې غړو د پنځم تقنینني کال په لومړنۍ ناسته کې د سولې او له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په تړاوو وویل، باید د سولې خبرې په بشپړه توګه شفافې ترسره شي او عام خلک د سولې د خبرو نه په جریان کې واچول شي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې تالار ته وویل د سولې په تړاوو هیڅ راز خبرې باید د پردې ترشاه نه وي او که سوله د جنګ د پای لامل نه شي، نو د سولې مذاکرات له توطئيې پرته نور څه ندي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي وویل ‪"‬ که سوله د جګړې د پای لامل شي، خو ښه ده، که د سولې خبرې د جګړې د پای ته رسېدو لامل نه شي، نو له دسیسې او توطئې پرته نور څه ندي.‪"‬

د ولسي جرګې رئيس وویل پارلمان به ژر د ملي امنیت د شورا رئيس دې جرګې ته وبولي ترڅو د سولې په تړاوو د پارلمان غړو ته وضاحت ورکړي.

د پارلمان غړي شیرولي وردګ د ولسي جرګې تالار ته وویل چې د سولې روانه پروسه سیاسي شوې ده او له دغې پروسې امتیاز ګاونډي هیوادونه اخلي.

هغه وویل د ملي امنیت شورا رئیس دې پارلمان ته وبلل شي، ترې و دې پوښتل شي، چې د سولې پروسه څنګه پیل شوې او تر کومه ځایه رسیږي.

خو د پارلمان بل غړی نادرخان کټوازی وايي، ولسي جرګه به د سولې له خبرو څارنه کوي او حکومت به سلا مشورې ورکړي، هغه وویل ‪"‬هغه کړۍ چې د سولې په راوستو کې خنډ جوړیږي، د هغو په مقابل کې باید ولسي جرګه ګډ موقف ونیسي.‪"‬

له تېرې یوې میاشتې راهېسې د سولې په تړاوو تودې خبریږي، خو بل لورته ځینې سیاستوال دغه بهیر ته په شک ګوري او وايي، چې د سولې په تړاوو هرڅه ورته په ډاګه ندي