غني: استوګن‌ځایونه د راستنېدونکو کډوالو بیړنۍ اړتیا ده

په روان میلادي کال کې افغانستان ته له یو میلیون زیات افغان کډوال راستانه شوي دي

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پنج‌شنبې په ورځ د ښارجوړونې وزارت د کارونو د ستاینې یوې غونډې ته په وینا کې، د استو‌ګن‌ځایونو جوړول د افغانانو په ځانګړې توګه د راستانه شوو کډوالو بیړنۍ اړتیا وبلله.

دا غونډه د" ښې حکومتولۍ د اعمال، اداري فساد سره مبارزې او خلکو ته د اضافه شویو پیسو د بیرته ورکولو په برخه کې د ښار جوړونې وزارت د خدمتونو د ستاینې" لپاره په ارګ کې جوړه شوې وه.

ولسمشر غني په دې غونډه کې بې‌ځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو ته د استوګن‌ځایونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

په روان میلادي کال کې افغانستان ته له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال راستانه شوي دي.

د راستانه شوو کډوالو او په کور دننه بې‌ځایه شوو کورنیو ستونزو ته رسیدا، د افغان حکومت او د مرستندویو ادارو لپاره یو لوی آزميښت شمیرل کیږي.

د کډوالو او راستنیدونکو وزارت د شمیرو له مخې دا مهال د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د راستانه شوو کډوالو لپاره ۶۱ ښارګوټي جوړ شوي دي، خو لا هم د کډوالو د سرپناه ستونزه په یو شمیر ولایتونو کې حل شوې نه ده.

خو ولسمشر غني په نننۍ غونډه کې د کډوالو لپاره د استوګن‌ځایونو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل "له یو میلیون څخه زیات زموږ هیوادوال وطن ته راستانه شوي او استوګن‌ځایونو ته بیړنۍ اړتیا لري. راځئ چې بیا تجدید د عهد وکړو چې سلګونه زره کورونه جوړوو او دا ټول به ځای پر ځای کیږي."

په همدې حال کې د افغانستان د ښارجوړونې وزارت، ۱۰۷ میلیونه اضافي افغانۍ بیرته هغو کسانو ته وسپارلې، چې د کابل ښار په څلورم مکروریان کې د آپارتمانونو د ترلاسه کولو لپاره، پخواني حکومت ته ورکړې وې.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، دا پیسې د قانون پر بنسټ او د آپارتمانونو د بیو له کره محاسبې وروسته اړوندو کسانو ته وسپارل شوې.

هغه وویل "ښايي د هیواد د اداري اجراتو د تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل وي، چې د خلکو له لاسه تللې پیسې بیرته هغوی ته سپارل کیږي."

د ښار جوړونې وزیر زیاته کړه، که د څلورم مکروریان په پروژه کې پیسې زیاتې شوې، د سیمې د اوسیدونکو په همغږۍ او همکارۍ به په دغې پروژې کې په اوبو رسولو او نورو اړتیاو پوره کولو باندې مصرف شي.