د افغان حکومت د کابینې نوماند وزیران اعلان شول

د نوې کابینې د نوماندانو په لست کې د دریو ښځو نومونه هم شته دي.

افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني د یو فرمان په صادرولو سره د کابینې د ۲۵ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت او د افغانستان بانک لپاره د نوماند رئيسانو نومونه اعلان کړل.

پدغه اعلان شوې کابینه کې درې مېرمنې شاملې دي، دا پداسې حال کې ده، چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله پخوا ویلي وو، چې په کابینه کې به یې څلور مېرمنې حضور ولري.

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو دا د ۱۰۶ ورځې وځي او له اوږد انتظار وروسته بالاخره کابینه نن ماسپښین درې بجې اعلان شوه.

د نوماندو وزیرانو نومونه په دې ډول دي:

د ملي دفاع وزارت لپاره - شیر محمد کریمي
د کورنیو چارو وزارت لپاره - نور الحق علومي
د ماليې وزارت لپاره - غلام جیلاني پوپل
د بهرنیو چارو وزارت لپاره - صلاح الدین رباني
د عدلیې وزارت لپاره - احمد سیر مهجور
د پوهنې وزارت لپاره - ګل زلمی یونسي
د ښځو چارو وزارت لپاره - نجیبه ایوبي
د فواید عامې وزارت لپاره - عباس بصیر
د عامې روغتیا وزارت لپاره - فیروز الدین فیروز
د کرهڼې وزارت لپاره - یعقوب حیدري
د کانونو وزارت لپاره - داود سبا
د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت لپاره - برنا کریمي
د کلیو پراختیا وزارت لپاره - نصیر احمد دراني
لوړو زده کړو لپاره - خاطره افغان
د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره - محمود صیقل
کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولین وزارت لپاره - سادات نادري
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره - ای سلطان خیري
د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت لپاره - سید حسین عالمي بلخي
حج او اوقافو وزارت ته - فیض محمد عثمان
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت لپاره - فیض الله کاکړ
د سرحداتو او قبايلو وزارت لپاره - قمر الدین شینواری
د اقتصاد وزارت لپاره - سردار رحمن اوغلي
د سوداګرۍ وزارت لپاره - سردار محمد رحیمي
د ټرانسپورټ وزارت لپاره - فیض الله ذکي
د ښاري پراختیا وزارت لپاره - شاه زمان میوندي

د ملي امنیت ریاست لپاره - رحمت الله نبیل
د افغانستان بانک لپاره - خلیل صدیق

په ټولنیزو رسنیو کې داسې لستونه راووتل چې دولس له دغو وزارتونو د اجرائيه رئيس له خوا معرفي شوي دي.

په ارګ کې د نوماندو وزیرانو د نومونو د اعلان په وخت د څو تنو نوماندو وزیرانو او د افغانستان بانک د رئیس پرته نور نوماند وزیران هم حاضر وو.

دا غونډه د ملي تلویزیون له لارې مخامخ خپره شوه خو خبریالان ورته نه وو بلل شوي.

د دغې غونډې وړاندې د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي، دوولس بجې د پارلمان عمومي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې ولسمشر ورسره اړیکه نېولې او ورته یې ویلي، چې کابینه به نن درې بجې د رسنیو له لارې اعلان کړي.

د پارلمان مشر وویل ‪"‬لږه شیبه مخکې ولسمشر راسره اړیکه ونیوله، وې ویل چې کابینه به نن درې بجې د رسنیو له لارې اعلان کړي، د خلکو انتظار به ختم شي.‪"‬

د پارلمان رئيس وویل چې د کابینې له اعلان وروسته ولسمشر بهرنی سفر لري او دوه ورځې به پدغه بهرني سفر کې بوخت وي.

د ولسي جرګې رئیس وویل لا هم معلومه نده چې کله به دا نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخېستو لپاره معرفي شي، خو دومره یې وویل چې ښايي د راتلوونکې شنبې په ورځ به وزیران پارلمان ته د باور د رایې د اخېستو لپاره معرفي شي.

ابراهيمي وویل ‪"‬کله چې ولسمشر له سفر بېرته راستون شي، نو له اداري پلاوي سره به مجلس ولري او د معرفي په اړه به خبرې وکړو.‪"‬

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو دا دی یو سلو شپږ ورځې وځي، چې کابینه اعلانیږي.

د کابینې ځنډ له تېرو دوو میاشتو راهېسې د رسنیو او مدني ټولنو لپاره د بحث موضوع وه.