د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې ایران سره غونډې روانې دي او د هغه هیواد سره یوې هوکړې فرصت شته دی.
ښاغلی ټرمپ د مشیګن ایالت ته تر روانیدو وړاندې خبریالانو سره لنډو خبرو کې وویل چې امریکایي ځواکونو د ایران پوځ له منځه وړی. ټرمپ په ایران باندې د پرله پسې بریدونو په اړه وویل چې همدا بریدونه سبب شول چې ایران د متحده ایالاتو سره خبرو ته چمتو شو.
جمهور رئیس زیاته کړه، "تر ډیره حده مو د هغوی اردو له منځه وړې. هغوی ( ایرانیان) ملاقات غواړي او مونږ ملاقات کوو. وبه ګورو چې څه کیږي. یو فرصت شته چې مونږ ښایي هوکړه وکړو. هغه څه چې مونږ وکړل، د هغې پرته به هغوی ښایي زمونږ سره خبرې هم نکولې."
د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې ایران په مستقیمه توګه او د منځګړو له لارې د ملاقات غوښتنه کړې وه او زیاته یې کړه چې یوازینی دلیل چې ایران د متحده ایالاتو سره د ملاقات غوښتنه وکړله، د امریکایي ځواکونو سخت ګوزارونه و.
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي و چې جمهور رئیس ټرمپ د ایران په برخې کې ډیر انتخابونه لري خو زیاتوي چې هغه غواړي دیپلوماسۍ ته یو فرصت ورکړي.
د سپیني ماڼۍ د اړیکو څانګې مشر سټیفن چنګ د فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې ویلي ، " ټرمپ تل په دې خبرې ټینګار کړی چې دی سیاسي حل غوره ګڼي خو که ایران د هرمز په تنګي کې یا د متحدینو پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه جاري وساتي نو هغه به د ټولو انتخابونو د ساتلو پرېکړه هم له ځانه سره ولري".
دا مطلب هم ولولئ
سپینه ماڼۍ: ټرمپ سیاسي حل غوره ګڼي خو د ایران پر وړاندې نور 'انتخابونه' هم لريجمهور رئیس ټرمپ داسې مهال ایران سره د هوکړې د فرصت خبر ورکوي چې ټاکل شوې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو سره سه شنبه په سپینې ماڼۍ کې وګوري او ایران به یې د خبرو مهم بحث وي.
د اسرائیل صدراعظم له فاکس نیوز سره په مرکې کې ویلي چې له ایران سره جګړه به هغه مهال پای ته ورسېږي چې د ایران اسلامي جمهوریت یا نسکور شي او یا دومره کمزوری شي چې د خپل اټومي پروګرام له دوام څخه لاس واخلي.
د متحدو ایالتونو پوځ پر ایراني اهدافو د خپلو بریدونو د دیارلسم پړاو تر بشپړولو وروسته، د کوم نوي برید خبر نه دی ورکړی.
اوسمهال په منځني ختیځ کې ۵۰۰۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي او ډاډ ورکوي چې دغه ځواکونه په "ډېرې ځېرکۍ" سره د تیارسۍ په حالت کې دي.