په ایران د بریدونو دوام ؛ جمهور رئیس ټرمپ وایي ایران به ډیر ژر هوکړې ته چمتو شي

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ د واشنګټن پر وخت د ماسپښین په پنځه نیمو بجو په ایران باندې د بریدونو یوه بله لړۍ پیل کړې، جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې ایرانیان هوکړه غواړي خو زیاتوي چې لا چمتو ندي.

ښاغلي ټرمپ چې د جورجیا په ایالت کې یې خبرې کولې وویل چې متحده ایالات د هرمز تنګي ته اړتیا نلري او زیاته یې کړه چې اوس مهال د نړۍ د تیلو ۶۲ په سلو کې د تیلو بازار د امریکا په لاس کې دی.

ښاغلي ټرمپ په ایران باندې د بریدونو دوام په هکله وویل، " په هغوي ( ایران) باندې سخت ګوزارونه کیږي او هوکړه کول غواړي خو زه وایم چې هغوي هوکړې کولو ته چمتو ندي ځکه هر ځل چې هغوي هوکړه کوي، بیا یې بدلول غواړي. هغوي چمتو ندي خو ډیر ژر به چمتو شي".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه وویل چې د ایران پر ضد جګړې کې امریکا ګټونکې ده او وایي غواړي یقیني کړي چې ایران هیڅکله د متحده ایالاتو سره هغه څه ونکړي چې د نورو سره یې کوي.

د امریکا مشر همدارنګه وویل پرې به نږدې چې ایران اتومي وسلي تر لاسه کړي.

په عین حال کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی چې په ایران یې دولسم پرله پسې بریدونه پیل کړیدي. سنټکام د اکس په حساب کې لیکلي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر د ایران په نظامي اهدافو د بریدونو تازه لړۍ پیل شوې.

سنټکام ویلي چې دا ماموریت به د ایران وړتیا کمزورې کولو ته ادامه ورکړي تر څو ونشي کړی د هرمز په تنګي کې سوداګریزو کښتیو او ملکي عملې ته ګواښ پیښ کړي.

دا مطلب هم ولولئ

ولسمشر ټرمپ: که ایران د هرمز تنګي کې په هرې کښتۍ برید وکړ، یو پل به یې په نښه شي

تر دې وړاندې جمهور رئیس ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو په هرې کښتۍ باندې د برید په بدل کې به د دې هیواد پل او برښناکوټ په نښه شي.