د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که ایران له دې وروسته د هرمز په تنګي کې پر هرې کښتۍ برید وکړي نو د هغوی یو پل به په نښه شي.
په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو پوځ د یوولسمې پرله پسې ورځې لپاره د ایران په پوځي اهدافو بمباري کړې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال وویل چې متحده ایالات به ژر هغه سیمه بمبار کړي چې راپورونه وایي تهران هلته خپل غني شوي یورانیم ځای پرځای کړي دي.
دا سیمه د ایران په سهیل کې کلنګ غره ته نږدې د نتنز اټومي بټۍ ته چې د ایران د یورانیمو د غني کیدو یو اصلي مرکز ګڼل کیږي موقعیت لري.
ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ به پر هغه سیمه شاید ډېر ژر برید وکړو، او هغوی په دې اړه هیڅ هم نه شي کولی. معمولاً به زه باید دا خبره ونه کړم. که زه فکر وکړم چې هغوی په دې اړه څه کولی شي، زه به دا خبره هېڅکله ونه کړم، خو موږ به ډېر ژر او په ډېر شدت سره پر هغه سیمه برید وکړو.»
بلخوا د متحدو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د فلیپین کې د اسین د غونډې پرمهال وویل چې د ایران اقتصاد او د پوځ قابلیتونه کمزوري شوي دي.
روبیو زیاته کړه، چې متحده ایالات به د سوداګریزو کښتیو خوندیتوب او د ایران په هغو سیمو بریدونو ته دوام ورکړي چې له هغه ځایه د هرمز په تنګي کې پر تجارتي کښتیو بریدونه کیږي.
ښاغلي روبیو وویل: هغوی (ایران) له سخت انفلاسیون او د خوړو له لوړو لګښتونو سره مخ دي. دا ټول له وړاندې موجود وو. دا ټول نور هم خراب شوي دي. د هغوی پوځي زیربناوو ته خورا ډېر زیان اوښتی دی، خو هغوی د ۲۰ کلونو په اوږدو کې خپله هره روپۍ په خپل هېواد نه ده لګولې. هغوی دا پیسې د ترهګرو ډلو په ملاتړ او د خپلو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د سیسټمونو په جوړولو ولګولې. او دا هغه څه دي چې تاسو یې اوس وینۍ، د هغوی لخوا کارول کیږي، کوم چې په پراخه کچه کمزوري شوي دي.»
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل چې د ایران پر ټولو سواحلو دریایي محاصره پرځای ده او یاد هیواد نشي کولی حق العبور واخلي. هګسیت وویل چې د ایران پر جګړې تر اوسه ۳۷.۵ میلیارده ډالر لګلیدلي دي.
پیت هګسیت زیاته کړه: «ایران په تېره لسیزه او یقیناً شاید په ۴۷ کلونو کې، له نظامي پلوه تر ټولو کمزوري حالت کې دی، ځکه چې هغوی په بریالي توګه یو ترهګر پوځ جوړ کړی دی. دا ترهګر پوځ د دې لپاره جوړ شوې و چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د هڅې د دفاع لپاره دودیزې، چې په زرګونه بالستیک توغندي پکي شامل وې، کوم چې موږ یې ډیری ویجاړې کړي دي او نورې یې په تاسیساتو کې دننه او تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې پټ کړای شوي دي.»
امریکایي چارواکي په داسې حال کې د ایران د قابلیتونو د کمزوري کیدو خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک په نیویارک کې د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د تاوتریخوالو په زیاتیدو اندیښمن دی.
نوموړيل وویل: «عمومي منشي یو ځل بیا ټینګار کوي چې ددې جګړې لپاره پوځي حل لار نشته او نوموړی د یوې حل لارې او په سوله یز ډول د هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو په زیاتیدو ټینګار کوي.»
بلخوا د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یانګ هي او اسحاق دار د سه شنبې په ورځ په لیدنه کې پر متحدو ایالتونو او ایران غږ وکړ چې اوربند وکړي او هر څومره ژر چې امکان ولري مذاکرات له سره پیل کړي.
فورم \ دبحث خونه