ټرمپ: د ایران جګړه به ژر پای ته ورسیږي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د ایران پر ضد پیل شوې جګړه به ژر پای ته ورسیږي.

ښاغلي ټرمپ چې چارشنبه اکټوبر اوومه یې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ایران جګړه او په امریکا کې د تیلو نرخونو ډیروالی د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې دوه تر ټولو مهمې ستونزې دي که نه وویل چې د ایران جګړه له هر پلوه ګټل شویده.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې د ایران پر ضد د جګړې له کبله لدې هیواد څخه اتومي ځواک اخیستل شوی او تر څنګ یې دا هم وویل چې که ایران اتومي وسلې درلودی داسې ستونزې به یې پیدا کړې وی چې ساری یې ندی لیدل شوی.

ټرمپ وویل، " د هغوي (ایران اردو له منځه تللې، ټول هیواد یې له منځه تللی. دا (جګړه) به ډیر ژر پای ته ورسیږي او کله چې دا کار وشي د تیلو نرخونه به راولویږي".

جمهور رئیس ټرمپ د ایران پر ضد د جګړې کولو د پریکړې ننګه وکړله او زیاته یې کړه چې دا کار باید پخوانیو جمهور رئیسانو کړی وی او تر څنګ یې دا هم وویل چې دا جګړه پدې خاطر وه چې ایران اتومي وسلې تر لاسه نکړي او په وینا یې چې دا هدف تر لاسه شوی.

دا مطلب هم ولولئ

ولسمشر ټرمپ: هېڅوک نه پوهېږي چې څوک ایران رهبري کوي

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال وکړلې چې ټاکل شوې بله میاشت په متحده ایالاتو کې د منځنۍ دورې انتخابات وشي. دا انتخابات ځکه مهم دي چې جمهوري غوښتونکی ګوند هڅه کوي د کانګرس د استازو او سنا په مجلسونو کې د جمهور رئیس ټرمپ د پاتې دورې پورې اکثریت وساتي خو دیموکراتان غواړي برعکس هغوي په دواړو مجلسونو کې اکثریت شي.

ټرمپ وویل چې د جمهوري غوښتونکو لپاره د منځنۍ دورې انتخاباتو لپاره مهم پیغام دا دی چې د ایران "ډبول" ډیر ښه روان دي. هغوي (ایران) به اټومي وسلې ونلري او دا چې متحده ایالاتو ته څه باندې ۲۱ ټریلونه ډالر راغلي دي.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې په ټول هیواد کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړیدل روان دي او په وینا یې چې د جرمونو کچه دومره ټیټه شوې چې له تیرو ۱۲۵ کالونو راهیسې ساری نلري.

ټرمپ زیاته کړه، " زمونږ هیواد په غوره وضعیت کې دی".