د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران رهبري ختمه شوې او هېڅوک نه پوهېږي چې د دې هیواد چارې څوک پر مخ وړي.
ولسمشر ټرمپ سه شنبه (اکتوبر شپږمه) وویل چې د ایران اقتصاد ړنګ شوی او له داسې انفلاسیون سره مخامخ دی، چې په نړۍ کې یې بل هېڅ هېواد نه لري.
هغه وویل، "د هغوی د مشرتابه دویمه ډله هم ختمه شوې، زما لویه ستونزه دا ده چې هېڅوک نه پوهېږي چې دا هېواد څوک چلوي [مخې ته وړي]. هېڅوک نه پوهېږي. خو، شاید دا ښه وي. "
ولسمشر ټرمپ وویل: «د امریکا د وسله والو ځواکونو له ښځینه او نارینه وو غړو څخه مننه، د ایران لسګونه ترهګر مشران والوځول شول او مستقیمآ د دوزخ دروازې ته واستول شول. تاسو پوهېږی چې رهبري ختمه شوې ده. د هغوی د مشرتابه دویمه ډله هم له منځه تللې، ماته لویه ستونزه دا ده چې هېڅوک نه پوهېږي دا هېواد څوک چلوي هېڅوک نه پوهېږي. خو، شاید دا یو ښه شی وي.»
متحدو ایالتونو څو میاشتې مخکې په ایران باندې بریدونه پيل کړل، ولسمشر ټرمپ وایي چې په دغو بریدونو کې یې د ایران پوځي او اتومي تاسیسات هم ختم کړي دي او وایي چې "ایران هېڅکله نه شي کولای اتومي وسلې" ولري.
په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال جی ډي ونس له رویټرز خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له ایران سره به هر تړون د دې غوښتنه کوي چې ایران دې د خپلو اتومي وسلو د غني کولو وړتیا کمه کړي.
ښاغلي ونس وویل چې ایران باید د خپلو اتومي وسلو جوړوونې وړتیا په «معنی داره توګه» کمه کړي چې د واشنګټن ډي سي غوښتنې پوره او جګړې ختمه شي.
هغه وویل: «زما په فکر، که هغوی غواړي چې د اتومي وسلو د نه جوړولو ژمنه څرګنده کړي، دوی به د خپلو [وسلو] د غني کولو د وړتیا په اړه یو مانادار څه وکړي.»
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په خپلو تازه څرګندونو کې د ایران په اړه خبرې کړې. ښاغلي روبیو، چې دا مهال اتن ته په رسمي سفر تللی دی، خبریالانو ته وویل چې ایران د اتومي تړون په اړه ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي چې له ایران سره مستقیمو خبرو ته چمتو دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې پر تهران د نویو بندیزونو لګول به ګټور نه وي ځکه چې جګړې ته پوځي حل لاره نشته او یوازې ډېپلوماسي کولی شي شخړه پای ته ورسوي.
فورم \ دبحث خونه