د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې له ایران سره به جګړه په یو ډول نه یو ډول ډېر ژر پای ته ورسېږي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر ۳۰مه] په سپينې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ایران د جګړې د ختمولو په اړه د پرېکړې وخت رارسېږي.
له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه که ایراني مشران لیونیان دي نو واشنګټن د تهران سره د څه ډول معاملې په لټه کې دی.
هغه په ځواب کې وویل: "شاید یې والوځوو. موږ باید دا پرېکړه وکړو چې هغوی والوځوو او یا یو جوړجاړی وکړو، خو وخت یې راروان دی دا [جګړه] به په یو یا بل ډول ډېر ژر پای ته ورسېږي."
تر دې وړاندې امریکايي مرکچیانو ویلي وو چې په نیویارک کې یې د منځګړو له لارې له ایراني مرکچیانو سره مذاکرات کړي دي.
د ایران حکومت اعلان کړی چې د واشنګټن څخه یې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د تهران د وړاندیز ځواب ترلاسه کړی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپلو پرونیو څرګندونو کې یو ځل بیا ټنیګار وکړ چې متحده ایالتونه پر هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري او له لدې تنګي څخه په بېساري توګه تېل انتقالېږي.
ټرمپ وویل چې تنګی د متحدو ایالتونو په کنټرول کې دی او "همدا اوس له هرمز تنګي څخه خورا ډېر تېل راوځي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د سهشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي په اړه د تهران په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د ایران سپاه پاسدران وايي چې هرمز تنګی یې په کنټرول کې دی.
د ټرمپ په وینا، ایران د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو هڅه ځکه کوي چې تهران د ماتېدو او واشنګټن د ګټلو په حالت کې دي.