د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د کانګرس په ګډ مجلس کې د امریکا ملت ته په خپلې کلنۍ وینا کې تر ډېره په اقتصاد تمرکز وکړ او د لګښتونو د کمولو او د امریکایانو د پېر د ځواک د قوي کولو په اړه یې نوي نوښتونه څرګند کړل.
هغه اعلان وکړ: «زموږ ملت بیرته - ستر، غوره، بډایه، او تر پخوا ډېر پیاوړی راګرځېدلی..... موږ د امریکا طلايي دور ته ننوځو.»
د وینا رسمي موضوع، «امریکا په ۲۵۰ کلنۍ کې: ځواکمن، سوکاله او د درناوي وړ وه- چې د ملت د ۲۵۰ کلیزې په مناسبت- د هیواد په مالي حالت هم متمرکزه ده. ولسمشر ټرمپ د هغو امریکایانو په اړه هم خبرې وکړې چې څنګه یې د هغه له تګلارو او پالیسیو څخه ګټه پورته کړې ده.
هغه وویل: «مخ په وړاندې تګ، فابریکې، دندې، پانګوونې او ټریلیونونه ډالر به متحدو ایالتونو ته را روان وي- ځکه چې موږ بالاخره یو داسې ولسمشر لرو چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.»
هغه خپلې ځینې عمده تګلارې لست کړې، د بېلګې په توګه د مالیاتو راټیټول چې تیر کال جمهوریت غوښتونکو په کانګرس کې تصویب کړ، او د درملو د نسخو د بیو د کمولو پلان یې هم یاد کړ: «د لویې ښکلې مالي طرحې سره موږ په بخشش [Tip] باندې هېڅ مالیه نه لرو. د بخشش په پېسو هېڅ مالیه نه شته. په اضافي کار باندې مالیه نه شته. زموږ د مسنو خلکو لپاره په مالي تامین باندې هیڅ مالیه نشته. -موږ د موټرو په پورونو باندې د سود مالیه هم معاف کړه- په دې شرط چې موټر په امریکا کې جوړ شي.»
هغه له کانګرس څخه هم وغوښتل چې د روغتیا د مراقبت چوکاټ، چې هغه د روان کال په پیل کې په جزیاتو واضح کړی و، تدوین کړي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «زموږ د هیواد د حیرانوونکي اقتصادي بدلون یو عمده دلیل تر ټولو لوړې تاریخې تعرفې وې.»
هغه وویل: «ما دا تعرفې د خپل هیواد لپاره د اقتصادي او ملي امنیت په اساس د لویو معاملو لپاره وکارولې.... او یوازې څلور ورځې مخکې، د متحدو ایالتونو د سترې محکمې له لوري د تاسف وړ یو حکم صادر شو. خو ښه خبره دا ده چې تقریبآ ټول هېوادونه او شرکتونه غواړي هغه تړون وساتي چې دمخه یې کړی دی، ځکه هغوی پوهېږي چې د یوې نوې معاملې په اړه هغه قانوني واک چې زه یې د ولسمشر په توګه لرم، د هغوی لپاره خورا ناوړه تمامیدای شي.»
ولسمشر ټرمپ وویل چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې له ټولې نړۍ څخه تر ۱۸ ټریلیون ډالرو زیات ترلاسه کړي دي.
ولسمشر ټرمپ یادونه وکړه چې «واک ته مې تر رسېدو لسیزې مخکې، موږ بیخي د دې برعکس وضعیت درلوده. له سوداګرۍ څخه تر روغتیايي مراقبت پورې، له انرژۍ څخه تر کډوالۍ پورې، هرڅه غلا کېدل چې زموږ د تولیدونکو او زیارکښو خلکو، چې هېواد مو متحرک ساتي، شتمني له منځه ولاړه شي».