د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: ټرمپ چمتو دی د اړتیا په مهال د ایران په وړاندې د وژونکي پوځي ځواک څخه کار واخلي

کارولین لیوټ په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کوي
کارولین لیوټ په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کوي

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د "اړټیا په صورت کې" د ایران د رژیم په وړاندې د وژونکي پوځي ځواک څخه کار واخلي. سپینې ماڼۍ دا خبره په داسې حال کې کړې چې ولسمشر ټرمپ د ایران څخه غواړي چې د خپلو ناوړه فعالیتونو د بندولو لپاره، له واشنګټن سره یوه هوکړه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویټ، د سه شنبې په ورخ (د فبرورۍ ۲۴) خبریالانو ته وویل چې د ایران د رژیم په تړاو، د ډونالډ ټرمپ "لومړی انتخاب" تل دپلوماسي ده.

کارولین لیویټ وویل: "خو لکه څنګه چې هغه (ټرمپ) ښودلې، چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د متحدو ایالتونو د پوځ وژونکي ځواک څخه کار واخلي. په دې اړه وروستۍ پرېکړه تل ولسمشر کوي."

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د تروټ سوشېل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د دې هېواد عمومي لوی درستیز، جنرال دڼ کېن، ارزونه کړې چې امریکا به د ایران د رژیم په وړاندې احتمالي جګړه کې په اسانۍ بریالۍ شي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي چې جنرال کېن "زموږ ټولو په شان، غواړي چې د جګړې شاهد نه وي، خو که چېره پرېکړه وشي چې د ایران په وړاندې پوځي لاره ونیسو، دا د ده نظر دی چې یوه اسانه بریا به وي".

امریکایي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونو به د پنجشنبې په ورځ د ایران له رژیم سره د غیرمستقیمو خبرو اترو درېیم پړاو په جنیوا کې ترسره کړي.

په دې خبرو کې به د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، ستیف ویتکاف، او د ولسمشرۍ غیررسمي سلاکار، جرېډ کوشنر، د امریکایي پلاوي استازیتوب وکړي. دواړه د خبرو په لومړي او دویم پړاونو کې هم د امریکایي پلاوي مشري کوله.

د دې غیرمستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو په مسقط او دویم پړاو یې په ژینو کې ترسره شو.

د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هېګسېټ، د دوشنبې په ورځ په کلوراډو ایالت کې وویل که چېرې ایران له امریکا سره هوکړه ونکړي، د جنګ وزارت به ولسمشر ټرمپ ته پوځي انتخابونه وړاندې کړي.

هېګسېټ وویل: "ټول انتخابونه په نظر کې نیول کیږي، دا د ولسمشر پرېکړه ده. موږ دلته یو چې یقیني کړو چې یوه هوکړه وشي. او فکر کوم ایران یوه ښه هوکړه وکړي، نو منطقي به عمل وکړي."

د هغو راپورونو په اساس چې د امریکا غږ د فارسي څانګې لخوا مؤثق ګڼل کیږي، د تهران په پوهنتونو کې د ایران د رژیم ضد مظاهرې نن (سه شنبه) د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري.

دا مظاهرې د شنبې په ورځ د تهران په پوهنتونونو کې پیل شوې او محصلینو د ایران د مستبد اسلام پلوه حاکمانو د لرې کېدو شعارونه ورکول.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG