ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ (اپریل اول) ایران ته خبرداری ورکړ چې د متحدو ایالتونو پوځ به د هغه هیواد د پلونو او د بریښنا د تاسیساتو په ګډون پر مهمو اهدافو بریدونه زیات کړي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د نړۍ نور قدرتونه د هرمز د ستراتیژیک تنګي د بیا خلاصولو لپاره غونډه کوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د تروت سوشل ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې لیکلي چې د امریکا پوځ "د هغه څه د له منځه وړلو لپاره چې د ایران لپاره پاتې دي اقدام نه دی کړی" ولسمشر ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي وو په پام کې لري په راتلونکو دوو- دریو اوونیو کې پر ایران "ډېر سخت" بریدونه وکړي.
ولسمشر ټرمپ وویل: " پلونه په راتلونکي ګام کې، بیا د بریښنا تاسیسات! د نوي رژیم مشران پوهیږي چې څه باید وشي، او باید وشي. "
د متحدو ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې په ایران کې پر (لوی پل) د برید ویډیو خپره کړه، پر ایران غږ وکړ "مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي هوکړه وکړئ"
سنټکام د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خپل کلیدي سیمه ایز متحد اسرائیل سره یې یوځای په روانو ګډو پوځي عملیاتو کې په ایران کې پر څه باندې ۱۲۳۰۰ هدفونو بریدونه کړي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو هم ویلي دي چې د ایران د بالستیک میزایلو د تولید پر زیرمو یې څه باندې ۵۰ بریدونه کړي دي. د اسرائیل دفاعي ځواکونو زیاته کړې ده چې د یاد هیواد هوایي ځواکونو د تهران په مرکز او لویدیځ کې پر ۲۰ اهدافو چې د بالستیک میزایلو د انداخت او زیرمه کیدو او د وسلو ۱۴۰ زیرمې پکې شاملې وې، په نښه کړي دي.
د نظامي عملیاتو د دوام سره په یو وخت، پر ایران فشارونه زیاتیږي چې د هرمز تنګی خلاص کړي، هغه ستراتیژیکه لار چې د نړۍ ۲۰سلنه تیل او نور مهم محصولات ورڅخه تیریږي.
بریټانیا د پنجشنبې په ورځ د څه باندې ۴۰ هیوادونو په ګډون د هرمز تنکي په اړه د بحث لپاره، غونډه بللې وه.
بحرین د پنجشنبې په ورځ د هرمز تنګي د کنټرول په اړه د ایران د (غیرقانوني او غیر موجه) کوښښ له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک طرحه وړاندې کړه.
ایران وایي تنګی یوازی هغو کسانو ته چې (دښمنان) یې بولي تړلی دی.