د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ پر ځینو وارداتي درملو ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې لګوي

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به پر ځینو برانډ لرونکو وارداتي درملو تر ۱۰۰ سلنه پورې تعرفې ولګوي، څو درمل جوړوونکي شرکتونه وهڅوي چې په امریکا کې خپل تولید وکړي.

د ولسمشر له خوا د پنجشنبې په ورځ د اپریل دویمه لاسلیک شوی اجرایي فرمان به د هغو محصولاتو پر وارداتو مالیات هم تنظیم کړي چې فولاد، المونیم او مس پکې شامل دي.

د دغو تعرفو اصلي هدف د هغو درمل جوړوونکو شرکتونو له خوا د درملو تولید دی چې له ولسمشر سره یې په امریکا کې د درملو د بیو د راټیټولو یا امریکا ته د خپل تولید د انتقال لپاره هوکړه نه ده کړې.

دا د ټرمپ د حکومت لومړی ګام دی چې د متحدو ایالتونو د سترې محکمې له هغې پرېکړې وروسته تعرفې زیاتوي چې د فبرورۍ په میاشت کې وشوه او د ولسمشر د سوداګرۍ اجنډا یې محدوده کړه، چې هغه په ۲۰۲۵ کال کې پلې کړې وه او درمل جوړوونکي یې ترې مستثنا کړي وو.

دا پلان د ټرمپ د سختې سوداګریزې ستراتیژۍ مهم ګام بلل کېږي، چې موخه یې له امریکا سره د نورو هېوادونو د سوداګرۍ توازن بدلول دي.

د نوي پلان له مخې، پر ځینو وارداتي درملو به تر ۱۰۰ سلنه پورې تعرفې ولګول شي، خو هغه شرکتونه چې خپل تولید امریکا ته انتقال کړي، یوازې ۲۰ سلنه تعرفه به پرې لګېږي.

همدارنګه، که شرکتونه د “تر ټولو غوره هېواد” د بیو هوکړه لاسلیک کړي، نو له تعرفو څخه به بشپړ معاف وي.

سربېره پر دې، ځینې درمل لکه عمومي (جنیریک) درمل، یا په اصطلاح یتیم درمل او د حیواناتو درمل له دغو تعرفو څخه مستثنا دي.

دا اعلانونه د هغې ورځې د یو کلنۍ کلیزې سره هم مهاله دي چې ولسمشر ټرمپ ورته “د ازادۍ ورځ” ویله، هغه ورځ چې پر امریکایي سوداګریزو شریکانو یې پراخ تعرفې ولګولې، خو سترې محکمې وروسته پریکړه وکړه چې دا کړنې غیرقانوني دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG