د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۲۲) د سویس په داووس کې د نړېوال اقتصادي فورم په څنډه کې سره وکتل.
دا خبرې له هغو څو میاشتنیو دیپلوماتیکو هڅو څخه وروسته وشوې چې د امریکا په مشرۍ د روسیې لهخوا پر اوکراین د یرغل د درولو لپاره روانې دي.
ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل:
"ما له ولسمشر زیلېنسکي سره ډېره ښه ناسته درلوده. هر څوک غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي."
هغه زیاته کړه: «موږ له روسیې سره هم ګورو، دا لیدنه به سبا وشي او موږ به له ولسمشر پوتین سره هم ووینو.»
ټاکل شوي ده چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ زوم جېرډ کوشنرد پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۲۲) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني، چې د امریکا په مشرۍ د سولې پر یوه شل مادیز پلان خبرې وکړي چې تمرکز یې د قلمرو په اړه په معاملاتو باندې دی.
که څه هم ویتکاف په تېرو دوو میاشتو کې د پام وړ پرمختګ ته اشاره کړې، خو د دې ناستې هېڅ جزییات نه وو خپاره شوي.
د روانې اوونۍ په پیل کې، کله چې د ښاغلي ویتکاف نه وپوښتل شول چې ایا دی باور لري پوتین سولې ته لېواله دی، هغه یې په ځواب کې وویل چې لا هم د حل د یوې اغیزناکې لارې ته خوشبینه دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ټول سره نږدې کوو. هیله ده ډېر ژر د اعلان لپاره یو ښه خبر ولرو.»
روسیې پخوا دا څرګنده کړې وه چې سوله به یوازې د مسکو پر شرطونو ومني او د اوربند لپاره یې هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې.
مسکو د اوکراین په ختیځ کې د نیول شویو سیمو د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي او همدارنګه د اوکراین د پوځي وړتیاوو د پام وړ کمښت غواړي.