ایران کې د مظاهرو ۵مه اوونۍ ؛ بشري حقونه وایي ۲۳۳ تنه پکې وژل شوي

پداسې حال کې چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې په عمومي لارو کوڅو، پوهنتونونو او ځینو ښارونو کې پنځمې اوونۍ ته داخلیږي، د بشري حقونو څارونکي وایي چې تر دې مه پدې مظاهرو کې د ماشومانو په ګډون ۲۳۳ تنه وژل شوي.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې د ایران د اردبیل په ښار کې مظاهره چیان "مرګ دې وي په دیکتاتور" شعارونه ورکوي چې اشاره یې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ته ده.

د کرمانشاه، راشت او تهران په ښارونو کې هم محصلینو مظاهرې کړي.

د بشری حقونو د څار یوه اداره چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی ویلي چې د سپټمبر د میاشتې د اولسمې راپدیخوا چې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته مظاهرې پیل شوي، تر اوسه پکې ۲۳۳ تنه وژل شوي پداسې حال کې چې د ایران د بشري حقونو ادارې بیا چې مرکز یې په ناروې کې دی د ۲۱۰ کسانو د مړینې اټکل کړی.

په ایران کې د حکومت ضد دا مظاهرې داسې مهال پنځمې اوونۍ ته داخلیږي چې ایراني چارواکي یې پرته لدې چې شواهد ورکړي، د غرب دسیسه بولي.

په ایران کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته ګڼ شمیر میرمنو په عامه محضر کې د سر څخه ټیکري لیرې کړل او د هماغې ورځې راپدیخوا هره ورځ مظاهرې کیږي.

خو هغه ایرانیان چې ددې هیواد د تیلو په شرکتونو کې کار کوي، هم د مظاهره چیانو سره یو ځای شوي او اوس مظاهرې دومره پراخې شوې چې د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا چې د زرغون خوځښت مظاهرې وشوې، پدې هیواد کې روانې مظاهرې بې سارې دي..

خو حکومت هم د مظاهره چیانو پر ضد د خورا تندې رویې څخه کار اخلي. حکومتي ځواکونو د مظاهره چیانو د ظالمانه ځپلو لپاره په هغوي مخامخ ډزې کړي، اوښکي بهونکی ګاز او غږیز بمونه یې پرې کارولي دي.

حکومت همدارنګه د یو شمیر ایرانیانو څخه پاسپورټونه ضبط کړي او ښایي دا کار یې پدې خاطر کړی وي چې هیواد څخه بهر ولاړ نشي او په ځینو مواردو کې یې د هیواد د مشهورو هنري شخصیتونو څخه غوښتي چې د حکومت په پلوۍ غونډې وکړي.

یو ویډیو چې د شنبې په ورځ ډیره په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، پکې ښودل کیږي چې د ایران په شمال کې د ګوهرشات په ښار کې د بسیج ځواکونه یوه میرمن په زور په موټر کې اچوي او بیا پداسې حال کې هوایي ډزې کوي چې په سمیه کې مظاهره چیان راټول شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې همدرانګه ویلي چې د مظاهرو د پیل راهیسې ایراني چارواکو لږ تر لږه ۴۰ خبریالان نیولي او پدې خاطر چې مظاهره چیان ونشي کړی خپل غږونه بهرنۍ نړۍ ته ورسوي، انټرنیټ هم بند شوی.