امریکا کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې؛ سپینه ماڼۍ تړل شوې وه

مظاهره چیان پولیس تورنوي چې تورپوستی امریکايي یې دنژادي تبعیض په اساس وژلی دی

د امریکا د مېنېسوټا په ایالت کې د پولیسو په توقیف کې د یو تور پوستي د وژلو په ضد په ډېرو ایالتونو کې مظاهرې شوي او په ځینو کې یې تاوتریخوالی هم شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ د مېنېسوټا ایالت یو پولیس افسر دیریک شاووین یو تور پوستی امریکایي جورج فلوید د جعلي پېسو د کارولو په تور ونیوه او د پولیسو حوزې ته تر وړلو وړاندې یې د خپل موټر په خوا کې لاندې وغورځوه، اورمېږ یې ورته د خپل زنګون لاندې کړ او په همغه ځاې کې مړ شو.

د دغې پېښې ځینې ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې چې ورسره په مېنېسوټا او د امریکا په نورو ښارونو کې مظاهرې پیل شوې.

پارېدلي مظاهره چیان د جمعې په ورځ ناوخته مۍ۲۹ د واشنګټن ډي سي په ښار کې د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول او د پولیسو دا کړنه یې وغندله. راپورونه وايي چې د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي ګارد او مظاهره چیانو ترمنځ نښته هم شوې ده او د څه وخت لپاره سپینه ماڼۍ هم تړل شوې وه.

د امریکا د اورېګن ایالت په پورتلند کې هم مظاهره په تاوتریخوالي اووښتې او مظاهره کوونکو د پولیسو یو دفتر هم وسوځوه. دوی همدغه راز مغازې او دوکانونه هم ولوټل او له پولیسو سره ښکېل شول.

د امریکا د نیویارک، لاس انجلس، جورجیا، لاس ویګاس او هیوستن په ښارونو کې هم د دغې پېښې د غندلو مظاهرې شوې دي.

د مېنېسوټا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې هم مظاهره کوونکو د پولیسو یو مرکز سوځولی او لسګونه هټۍ او مغازې یې لوټ کړي دي.

په مینیاپولیس کې له پنجشنبې راهېسې مظاهرې روانې دي‌او تاوتریخوالی هم په کې شوی

د مظاهره چیانو دا کار غندل شوی دی. دغلته د پنجشنبې د ورځې راهېسې مظاهرې روانې دي.

د اسوشیتډپرس آژانس وايي چې د امریکا د دفاع وزارت د ځانګړو پولیسو قطعو ته سپارښتنه کړې ده چې مینیاپولس ته ځواکونه واستوي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي ګارد ۵۰۰ سرتېري دغه ښار ته استول شوي چې حالت کنترول کړي. ټاکل شوې چې تر سبا پورې دغه ښار ته د امریکا د ملي ګارد ۱۷۰۰ نور سرتېري هم واستول شي.

مظاهره کوونکي پولیس تورنوي چې تورپوستی جورج فلوید یې د نژادي تبعیض او تعصب په اساس وژلی دی. خو پولیس وايي‌ چې هغه د نیول کېدو پر مهال مقاومت کاوه او له پولیسو سره یې همکاري ‌ونکړه.

د پولیسو تورن افسر دیریک شاووین نیول شوی دی او د خوشې کېدو لپاره یې باید ۵۰۰زره ډالر ضمانت کېښودل شي.

په همدې حال کې واشنګټن پوست وايي‌ چې د دغه پولیس افسر ښځې محکمې ته عریضه کړې او غواړي له خپل مېړه څخه طلاق واخلي.