د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مېنېسوټا ایالت کې بېړنی حالت، لسګونه دوکانونه لوټ شوي


مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې یو تور پوستی د پولیسو په توقیف کې مړ شو
مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې یو تور پوستی د پولیسو په توقیف کې مړ شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د مېنېسوټا والي ټیم والتز د دغه هېواد له ملي ګارد څخه غوښتي چې په ایالت کې یې د وضعیت په کابو کولو کې ورسره مرسته وکړي.

په مېنېسوټا کې له هغه وروسته سلګونه کسان لارو او کوڅو ته راووتل او احتجاجونه یې وکړل چې د پولیسو په توقیف کې یو تور پوستی امریکایی مړ شو.

د چهارشنبې په ورځ د جورج فلویډ په نامه یو تور پوستی امریکايي د یو سپین پوستي پولیس تر زنګنو لاندې ساه ورکړه. پولیسو دغه کس د جعلي ډالرو د کارولو په تور نیولی، پر ځمکې غورځولی او پر ستوني یې زنګون اېښی و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې تورن کس پولیسو ته چیغې وهي چې پښه یې له ستوني لېرې کړي چې ساه نشي ویستلې، خو داسې ښکاري چې پولیس د هغه غوښتنه بابیزه ګڼي. جورج فلویډ همدلته مري.

په مېنېسوتا کې مظاهرې
په مېنېسوتا کې مظاهرې

پولیس وايي تورن کس د پولیسو سره مقاومت کړی و او نه یې غوښتل چې همکاري وکړي. د دغې پېښې د ویدیو له خپرېدو وروسته په مېنېسوټا کې مظاهرې پیل شوې او پارېدلو خلکو د پولیسو پر دفتر هم برید وکړ.

راپورونه وايي چې مظاهر کوونکو د پولیسو یو دفتر هم سوځولی دی. پولیس چارواکي وايي چې د جمعې تر سهار پورې مۍ۲۹(غبرګولي۹) په مېنېسوټا کې څه باندې ۱۷۰ هټۍ او تجارتي مرکزونه لوټ شوي او زیانمن شوي دي.

د مېنېاپولس ښاروال جایکوب فرای بېړنی حالت اعلان کړی دی او د ملي ګارد څخه یې د وضعیت په کنترولولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ملي ګارد ویلي دي چې ۵۰۰ ځواکونه یې اماده کړي چې د مېنېسوټا د مېنېاپولس اس ټي پاول سیمې ته یې واستوي. راپورونه وايي چې د جمعې په سهار په سیمه کې د ملي ګارد ځواکونه لیدل شوي دي.

سي ان ان وايي پر هغه پولیس چې تورن کس یې په توقیف کې مړ شوی دی، تر دې مخکې هم ۱۸ شکایتونه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د مېنېسوتا والي سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي او ژمنه یې ورکړې ده چې د حالت د کنترولولو لپاره به د ملي ګارد ځواکونه ور استوي. ښاغلي ټرمپ په هغو کسانو کلک انتقاد کړی دی چې لوټ تالان یې کړی.

XS
SM
MD
LG