د امریکا د بهرنیو چارو وزارت،دریم هیواد ته د السیلیه کمپ میشتو لیږدول مثبته پریکړه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قطر په السیلیه کمپ کې دریم هیواد ته د میشتو افغانانو لیږد حل يوه مثبته لاره ده. مخکې له دې، امریکایي رسنیو راپور ورکړی و چې افغانان کانګو ته لیږدول کیږي.

د قطر په السیلیه کمپ کې د میشتو افغانانو د بیا میشتیدنې په تړاو د راپورونو نه وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ځانګړي پیغام کې امریکا غږ ته وویل چې دوی د کمپ د ټولو اوسیدونکو لپاره دریم هیواد ته د "رضاکارانه بیا میشتیدنې اړتیاو" په تشخیصولو کار کوي.

مخکې له دې، امریکا يي رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د کانګو د هیواد چارواکو سره په تماس کې دی ترڅو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې د قطر په السیلیه کمپ کې د امریکا د ویزو په تمه دي، هغه هیواد کې دننه ځای په ځای کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې پرته له دی چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې دوی د کمپ د اوسیدونکو سره په مستقیم تماس کې دي، دوی زیاته کړې:

«مونږ همدارنګه د السیلیه کمپ د ټولو اوسیدونکو لپاره د رضاکارانه بیا میشتیدنې پر بیلابیلو لارو چارو کار ته دوام ورکوو.

موږ د السیلیه کمپ د اوسیدونکو سره د بیا میشتیدنې هڅو په اړه په منظم او مستقیم تماس کې یو. د دې بحثونو د حساسیت له امله، موږ به د خبرو اترو په اړه هیڅ جزئیات افشا نه کړو.

دریم هیواد ته د السیلیه کمپ میشتو لیږدول یوه مثبته پریکړه ده چې د امریکایي وګړو د خوندیتوب سربیره ، پاتې کسانو ته له افغانستان څخه بهر د نوي ژوند پیل کولو لپاره امنیت برابروی».

مخکې له دې، د جنوبي او مرکزي آسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي و چې دا منطقي نه ده چې دا افغانان تر نامعلوم وخته پورې وساتل شي.

د امریکا د قانون جوړونکو د یوې پوښتنې په ځواب کې، کپور د السیلیا کمپ څخه په زوره افغانستان ته د افغانانود بیرته ستنولو امکان رد کړ او ويې ویل.

"موږ افغانان په زوره افغانستان ته نه ستنوو، ځینې یې په خپله خوښه ستانه شوي دي، خو موږ څوک ستنیدوته نه اړ باسو."

شان وان ډایور، د افغان ایوک مشر، چې د مختلفو ډلو یو ایتلاف دی ، په متحده ایالاتو کې د افغانانو د بیا میشتیدنې ملاتړ کوي، د (ام اس ناو) شبکې سره په یوه مرکه کې هغه وویل چې اوس د افغانانو سره د مرستې لپاره د کار وخت دی.

د دغو افغانانو د بیا میشتیدنې خبر، چې په کې د متحده ایالاتو د پوځي ځواکونو ژباړونکي او همکاران او د هغوی کورنۍ شاملې دي، د یو شمیر لوړ پوړو دیموکراتو قانون جوړونکو غړواو د مهاجرینو د حقونو مدافعینو لخوا په پراخه کچه غندل شوی دی.

خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا استوګنځای به نه یوازې د متحده ایالاتو امنیت خوندي کړي، بلکې دوی ته به له افغانستان څخه بهر په امن کې د ژوند فرصت برابر کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د السیلیه کمپ د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې د هڅو د یوې برخې په توګه په متحده ایالاتو کې د افغان اتباعود بیا میشتیدو لپاره وکارول شو.