قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شوې

د فوټبال د نړیوال جام لوبې نن یکشنبه نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) په قطر کې پیل شوې. لومړنۍ لوبه د کوربه هېواد او اېکوادور لوبډلو ترمنځ ده.

ددغو لوبو د سمبالښت لپاره په دوحه کې د څه باندې یوې لسیزې راپدې خوا هڅې او ابادۍ روانې وي. لسګونه زره مینه وال ددغو لوبو د لیدلو لپاره قطر ته رسېدلې دي.

د فوټبال مینه وال چې زرګونه کېلومتره یي مزل کړی، په دوحه کې د فیفا لوبو د پرانیستغونډې او لومړنۍ لوبې د نندارې لپاره انتظار باسي.

د پاتې ۲۸ ورځو په ترڅ کې به د لوبو مینه وال د فوټبال لوبو د کتلو سربېره په فرهنګي او کلتوري غونډو او محفلونو کې هم برخه اخلي.

ځینې خلک توانیدلي چې د لوبو په لومړۍ ورځ الکولي بېر وڅښي. دوه ورځې مخکې، د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان وکړ چې د لوبغالو دننه به د الکولي بېر څښلو ته اجازه نه وي.

د فوټبال مینه وال، جولیو سیزار وویل: "فکر کوم چې بېې لږ څه لوړې دي او دا چې الکول نشته دا هم ښه ندی ځکه چې نړیوال جام د نړۍ بانډار دی خو قطر ښه ځای دی او موږ خوښ یو."

دا لومړی ځل دی چې د فوټبال د نړیوال کپ لوبې په یو اسلامي هېواد کې ترسره کېږي چېرې چې په عام محضر کې د الکولو پر څښلو کلک بندیز دی.

له پرانېستغونډې وروسته لومړنۍ لوبه د کوربه هېواد، قطر او اېکوادور لوبډلو ترمنځ ده. د دوشنبې په ورځ به ایران له انګلستان سره سیالي کوي.

د اېکواډور لوبډلې مینه وال، ډانیل بوسیلي وايي، "لومړنۍ لوبه مو ده او د کوربه په وړاندې لوبېږو. موږ متیقین یو چې لوبه دوه-صفر ګټو."

سمویل مورا، د برازیل لوبډلې مینه وال وویل: "برازیلیان پدې لوبو کې شامل دي. فکر کوم چې دا لوبې به د ټولو لپاره خوندورې وي. موږ ددې فرصت زیات لرو چې اتلولي وګټو او د شپږم ځل لپاره کپ خپل هېواد ته راوړو."

له بلې خوا القاعدې له مسلمانانو غوښتي چې د فیفا په لوبو کې دې برخه نه اخلي. د سایټ انټلجنس ډلې د القاعدې یوه اعلامیه خپره کړې. په اعلامیې کې لیکل شوي چې قطر بې لارې خلک رابللي او په عرب وچه کې ېې الحاد ته لاره جوړه کړې.

قطر ۲.۷ مېلیون نفوس لري او تر ډېره بریده د بهرنیو کارګرانو کوربه دی. قطري چارواکو ویلي چې دوی د لوبو د امنیت لپاره څه باندې ۵۰ زره پرسونل روزلي دي او بهرني پوځیان هم د قطر په مشرۍ د امنیت په ساتلو کې همکاري کوي.