قطر افغانستان ته د څو تنو افغانانو په لیږد کې د طالبانو او جرمني تر منځ منځګړتوب کړی

آرشیف

د قطر الجزیرې تلویزیون په یو راپور کې ویلي چې د دې هیواد چارواکو د جرمني او په افغانستان کې د طالبانو تر منځ د هغو لسګونو افغان کډوالو ستنولو چارو کې منځګړتوب کړی.

د الجزیرې تلویزیون په سیمه ایز وخت شنبه اګست ۳۱ ( وږې لسمه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د جرمني څخه افغانستان ته د یو شمیر افغان کډوالو ستنیدو کې چې د بیلا بیلو جنایتونو له کبله محکوم شوي و، د طالبانو او جرمني چارواکو تر منځ خبرو اترو کې آسانتیاوې برابرې کړي.

په جرمني کې چارواکو ویلی چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو راهیسې یې د لومړي ځل لپاره د افغان کډوالو یوه ډله چې ویل کیږي ۲۸ تنه پکې و، په الوتکې کې افغانستان ته واستول خو د استول کیدو او طالبانو سره د همغږۍ کولو په هکله یې څه نه و ویلي.

د الجزیرې په راپور کې د قطر "آسانتیاوې" ندې په ډاګه شوي خو دا چې د طالبانو حکومت هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، یو شمیر هیوادونه ورسره د تعامل کولو لپاره د منځګړو هیوادونو چارې څخه ګټه اخلي.

جرمني په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وروسته چې طالبان واک ته رسیدل، د هغو افغان کډوالو بیرته ستنول یې بند کړل چې پدې هیواد کې په بیلا بیلو تورونو متهم او محکوم شوي و.

خو پدې هیواد کې پدې تیرو څو ورځو کې د چاقو په دوو بریدونو کې چې درې تنه پکې ووژل شول او ګڼ شمیر ټپي شول، د جرمني په حکومت هم فشارونه ډیر شول.

په جرمني کې انتخابات هم کیدونکي دي چې د کډوالو ستونزې پکې مهمه موضوع ده.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې افغانستان ته په جنایي تورونو محکوم افغان کډوالو بیرته استولو د پریکړې اعلان وکړ.

ښاغلي شولتز د دې پلان په هکله وویل، " مونږ دا پرته لدې چې ډیرې خبرې پرې وکړو، په احتیاط سره چمتو کړی".

د جرمني حکومت په سیمې کې د "سیمه ایزو شریکانو"څخه چې نوم یې ندی اخیستل شوی پدې بهیر کې د ملاتړ مننه کړې.

حکومت همدارنګه ویلي چې پدې هیواد کې د پنا غوښتنې حقونه نه بدلیږي خو تر څنګ دا هم ویلي چې د نورو کسانو په ایستلو باندې هم کار کوي.