د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا وچې ته د خپل سفر په پیل کې د سهشنبې په ورځ ]نومبر ۱۷مه] په فلیپین کې د هند، جاپان او اسټرالیا له مشرانو سره ولیدل.
د کواډ په ډله کې د متحدو ایالتونو په شمول، هند، اسټرالیا او جاپان غړیتوب لري. دا په تېرو دوو کلونو کې د کواډ د مشرانو لومړنۍ مخامخ لیدنه ګڼل کېږي.
ددغو هېوادونو له مشرانو سره د لیدني پر مهال د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې د کواډ غړي هېوادونه د هند د ارام سمندر په څلورو خواوو کې پراته دي. ولسمشر ټرمپ وویل چې د کواډ له مشرانو سره یې د معدني توکو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.
ټرمپ زیاته کړه: "موږ د مهمو منرالونو په برخه کې یو شمېر مهمو نويو تړونونو ته رسېدلي يو څو د اکمالاتو لړۍ خوندي کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ په منځ کې هېڅ هیواد د کوم بهرني عرضه کوونکي له خوا تر فشار لاندې نه راځي. دا تړونونه به زموږ هیوادونه پیاوړي کړي او په ورته وخت کې به زموږ امنیت هم تضمین کړي."
د کواډ غړو ویلي چې دا ډله د کوم هېواد پر ضد نه ده.
د اسین غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوه او د سه شنبي په ورځ ورځ ولسمشر ټرمپ د امریکا او اسین په "ځانګړې سرمشریزه" کې ګډون وکړ.
همدارنګه، ټرمپ د فلیپین له ولسمشر فرډیننډ مارکوس جونیر سره وکتل او د ټایلنډ له لومړي وزیر انوتین چارني ویراکول سره یې ګډه تجارتي اعلامیه لاسلیک کړه. ټرمپ دغه معامله "عالي" بللې او زیاته کړې چې د نوې هوکړې له مخې به تایلنډ ډېر ژر د امریکا پر صادراتي توکو ټولې تعرفې له منځه یوسي.
د اېپیک غونډه؛ له ټرمپ سره د چین او روسیې د مشرانو لیدنه
د متحدو ایالتونو ولسمشر د اسیا-پاسفیک د اقتصادي همکارۍ یا اېپیک په غونډه کې هم برخه اخلي. د اېپیک د مشرانو غونډه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د چین په سوداګریز ښار شېنزین کې ترسره کېږي.
اېپیک د سیمې تر ټولو مخکښ اقتصادي جوړښت ګڼل کېږي چې د ودې، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې جوړوي.
یوه لویه برخه توجه د متحدو ایالتونو، چین او روسیې د ولسمشرانو درې اړخیزې غونډې ته ده.
ولسمشر ترمپ ویلي چې دی به د چین له ولسمشر شي جن پینګ او د روسیې له ولسمشر ویلادمیر پوتین نه وغواړي چې د اوکراین د جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.
همدارنګه ولسمشر ټرمپ ویلي چې چمتو دی له پوتین سره جلا غونډه هم ولري. د اېپیک غونډې ته د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون هم بلل شوی او ولسمشر ټرمپ له هغه سره د لیدنې شونتیا رد کړې نه ده.
چین تراوسه د ټرمپ، شي او پوتین د غونډې اجنډا نه ده خپره کړې خو د خبرونو له مخې ټاکل شوې چې دغه مشران په اټومي مسایلو، د ایران په جګړې، د واکراین په جګړې او په نړۍ کې د اقتصادي وضعیت په اړه وغږېږي.