افغان خطاطانو د قرآن بیسارې نسخه ولیکله

د قرآن دغه نسخه له وریښمو جوړه شوې ده

ځوانو افغان میناتوریستانو په یو بیساري نوښت یو جلد قرآن له وریښمو جوړ کړی چې د افغانستان د خوشنویسۍ لرغونی هنر ژوندی وساتي.

دغه قرآن چې ٦١٠ پاڼې لري هره پاڼه یې په لاس جوړه شوې او ٣٨ خطاطانو او میناتوریستانو هغه د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړ کړی دی.

عبدالصبور عمري هم یو د هغو هنرمندانو څخه دی چې د قرآن دغه نسخه یې برابره کړې

اکثر هغه هنرمندان چې د قرآن پدغه جلد یې کار کړی د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ په بنسټ د فیروزکوه د غیر دولتي بنسټ له لورې روزل شوي دي.

ددې ارزښتمندې هنري نسخې یو اصلي طراح او خطاط خواجه قمرالدین چشتي ویلي دي چې ددې قرآن د هرې پاڼې د لیکلو لپاره چې په "نسخ" لیک لیکل شوی شاوخوا دوه ورځې او کله هم څو ورځې کار شوی دی.

د هرې پاڼې د لیکلو لپاره شاوخوا دوه ورځې کار شوی دی

د یو افغان میناتوریست محمد تمیم صاحبزاده په وینا هغه رنگ چې ددې قرآند نسخې د لیکلو لپاره ترې کار اخیستل شوی د لاجوردو، سرو زرو او برونزو نه برابر شوی دی.

دغه سپیڅلی کتاب د تیموریانو د دورې د خطاطۍ په سبک لیکل شوی او برابر شوی، پوښ یې د اوزې له څرمنې نه جوړ شوی دی او ٨،٦ کیلو گرامه وزن لري.

ددغه ارزښتمند اثر په جوړولو کې ٣٨ خطاطانو او میناتوریستانو ونډه اخیستې

د فیروز کوه بنسټ د افغانستان د لرغونو صنایعو په ځانگړې توگه کاشي کارۍ، حکاکۍ او خطاطۍ د ژوندي ساتلو په مقصد په ٢٠٠٦ کال کې د کابل ښار په مراد خانۍ کې په کار پیل کړ.