د قطر د پخواني امیر مړینه او غبرګونونه

یو شمیر کورني او بهرني چارواکي د دوشنبې په ورځ د جولای ۱۳مه د قطر لوسیل ماڼۍ کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د هغه د پلار او پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې له امله د خواخوږۍ لپاره ورغلي و.

د سیمې او نړۍ یو شمېر مشرانو هم د قطر د پخواني امیر د مړینې له کبله د خواشنیي د څرګندولو لپاره دوحې ته سفر کړی. په دغو مشرانو کې د بحرین او کویټ ولیعهدان، د لبنان او پاکستان صدراعظمان او د روانډا ولسمشر شامل دي.

د قطر د پخواني امیر، حمد بن خلیفه آل ثاني د جنازې مراسم د یکشنبې په ورځ د هغه د کورنۍ د غړو او د هغه هیواد د جګپوړو چارواکو په ګډون ترسره شول.

سلګونه کسان د دوحې په امام محمد بن عبدالوهاب جومات کې راټول شوي وو څو پخواني امیر ته د درناوي وروستي مراتب ادا کړي.

هغه ته د درناوي په پار په قطر کې څلور ورځې ملي ماتم اعلان شوی او ټولې ادارې تړلې شویدي.

د نړۍ او د سیمې د ګڼو هېوادونو مشرانو د شیخ حمد په مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د شیخ حمد په دوره کې قطر له افغانستان سره ښې اړیکې وپاللې او له افغانستان سره یې د پام وړ مرستې وکړې.

د طالبانو حکومت هم د قطر د پخواني امیر په مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

شیخ حمد په ۲۰۱۳ کال کې له اتلس کلنې واکمنۍ وروسته له واکه لاس واخیست. نوموړی هغه مشر ګڼل کېږي چې قطر یې له یوه کوچني خلیجي هېواد څخه په نړیوال سیاسي او اقتصادي مرکز بدل کړ.

د هغه د واکمنۍ پر مهال قطر د نړۍ په کچه د انرژۍ له مهمو صادرونکو هېوادونو څخه شو، د الجزیرې د خبري شبکې بنسټ یې کېښود او د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام کوربه شو.

د قطر سیاسي نفوذ د شمالي افریقا نه نیولې بیا تر افغانستان پورې پراخ شو، خو د ایران، د فلسطین د حماس ډلې او د مصر د اخوان المسلمین سره د دوحې نږدې اړیکو د ځینو سیمه‌ییزو او لوېدیځو متحدانو اندېښنې هم راپارولې وې.

شیخ حمد په ۱۹۹۵ کال کې په یوې کودتا کې خپل پلار له واکه لرې کړی و، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې په خپله خوښه واک خپل زوی ته وسپاره، چې دا کار په سیمه کې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد یوه نادره پیښه ګڼل کېږي