افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړۍ کې ۱۷۵ مقام لري- راپور

د بې پولې خبریالانو د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې راغلي چې افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړۍ کې ۱۷۵ مقام لري. افغانستان د پرله پسې دوو کلونو راپدې خوا د بیان ازادۍ په شاخص کې په همدې مقام راځي.

د بې پولې خبریالانو ادارې پخپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ [اپرېل ۳۰مه] خپور شو، د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د بیان ازادي او د رسنیو وضعیت ارزولی چې افغانستان بیا هم د ۲۰۲۵ کال په څېر سږکال هم ۱۷۵ مقام ګټلی دی.

د افغانستان په تړاو په راپور کې لیکل شوي چې له رسنیو غوښتل کیږي هغه معلومات خپاره کړي چې د طالبانو د حکومت له خوا کنټرول کیږي. راپور زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د رسنیو فضا د مخالفو له غږونو څخه تشه ده.

د راپور په یوې برخې کې لیکل شوي: "د طالبانو پر حکومت نیوکه کول په کلکه منع دي او د ځان سانسور کول اصل دی. په ګڼو موضوعګانو لکه په دیني، د ښځو په وضعیت، د اقلیتونو او په عمومي توګه د بشري حقونو په اړه د بحث اجازه نه شته."

د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې راغلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې هیڅ خبریال نه دی وژل شوی خو څلور خبریالان نیول شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې د موندنو له مخې، د لومړي ځل لپاره د نړۍ له نیمایي څخه ډېر هیوادونه اوس د مطبوعاتو د ازادۍ له اړخه په "ستونزمنو" یا "ډېرو جدي" کټګوریو کې شمېرل کېږي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو نه مخکې، افغانستان د رسنیو د نړیوالې ازادۍ په شاخص کې په ۱۲۲ مقام کې و خو د طالبانو په راتګ سره يي ځای یې ۵۳ درجې بدل شوی دی.

طالبانو د رسنیو د نړیوال شاخص د موندنو په اړه تراوسه کومه تبصره نده کړې خو تل يي دا ادعا کړې چې د رسنیو نه ملاتړ کوي.

د بې پولو خبریالانو ادارې ویلي چې طالبانو د رسنیو د کنټرولولو لپاره ګڼ قوانین او مقررات وضع کړي دي.

په نړیواله کچه بیا ناروې د پرله پسې لسم کال لپاره د بیان د ازادۍ له اړخه خپل لومړی ځای ځایګی ساتلی او د اریتریا نوم بیا د پرله پسې دریم کال لپاره د نوملړ په اخر کې لیکل شوی.

د امریکا په وچه کې وضعیت د پام وړ بدل شوی. د بې پولو خبریالانو سازمان معلوماتو له مخې، متحده ایالتونه اوه درجې ښکته شوي داسې چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې په ۵۷ مقام کې و او سږکال په ۶۴ مقام کې دی. د لاتینې امریکا په څو هېوادونو کې بیا د خبریالانو سره تشدد لاپسې زیات شوی دی.

د بې پولو خبریالانو په تازه راپور کې راغلي چې په نړیواله کچه سږکال ١٣ خبریالان وژل شوي او ٤٤٠ نور نیول شوي دي. راپور په تېرو ۲۵ کلونو کې په نړۍ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.